TOOSnews
اعلان
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت: ټرمپ روسیې ته د ایران د یورانیمو د لېږد سره موافقه ونه کړه.
نړۍټوس نیوز

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت: ټرمپ روسیې ته د ایران د یورانیمو د لېږد سره موافقه ونه کړه.

۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې دغه هېواد چمتو دی د ایران له خاورې څخه د غني شویو یورانیمو د ایستلو په برخه کې مرسته وکړي، خو امریکا هغه وړاندیز نه دی منلی چې له څو میاشتو راهیسې پر مېز پروت و. د امریکا ولسمشر پرون د ایران د غني شویو یورانیمو په اړه وویل چې دی روسیې یا چین ته د هغو د لېږد ملاتړ نه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې دغه هېواد له امریکا او د ایران له اسلامي جمهوریت څخه غواړي چې وسله‌والې شخړې ته بېرته و نه ګرځي او خبرو اترو ته دوام ورکړي.

د ایران د غني شویو یورانیمو د زېرمو برخلیک، په ځانګړي ډول د لوړ بډایه شوي یورانیم، په وروستیو ورځو او اونیو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو له اصلي اختلافاتو څخه ګرځېدلی دی.

امریکا او ځینې لوېدیځ هېوادونه غواړي چې ایران د بډایه شویو یورانیمو یوه برخه له هېواده وباسي یا یې د نړیوال څار لاندې راولي؛ هغه موضوع چې تهران یې په اړه محتاط دریځ لري او دا یې له سیاسي او امنیتي تضمینونو سره تړلې بولي.

کرملین، چې د نړۍ تر ټولو سترې اټومي وسلې لري، مخکې ویلي وو چې د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره چمتو دی د ایران غني شوي یورانیم ومني.
ځینو رسنیو هم راپور ورکړی چې ښايي چین هم د دغو موادو منلو ته چمتو وي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ په «ټروت سوشال» شبکې کې په یوه پیغام کې ویلي وو چې د ایران غني شوي یورانیم به یا په امریکا کې، یا د ایران په اسلامي جمهوریت کې، او یا هم په «بل منل شوي ځای» کې له منځه یووړل شي.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.