TOOSnews
اعلان
سمېع سادات پر پاکستان د طالبانو د بې‌پېلوټه الوتکو بریدونه غندلي.
افغانستانټوس نیوز

سمېع سادات پر پاکستان د طالبانو د بې‌پېلوټه الوتکو بریدونه غندلي.

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سمېع سادات، د افغانستان د پوځ د ځانګړو ځواکونو پخواني قوماندان، په پاکستان کې پر ځینو سیمو د طالبانو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه غندلي او دا یې د دواړو خواوو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل بللي دي.

ښاغلي سادات د جمعې په ورځ په خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي چې دغه بریدونه کولای شي د پاکستان د پراخ پوځي غبرګون خطر زیات کړي او افغانستان ته د پام وړ امنیتي پایلې ولري.

هغه ټینګار کړی چې طالبان نه د دې توان لري او نه هم اړینه اراده، څو د دغو اقداماتو د احتمالي پایلو پر وړاندې د افغانستان ملکي وګړي خوندي کړي، او هر ډول د شخړې زیاتوالی کولای شي د عادي خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو د دفاع وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د دې ډلې ځواکونو تېره شپه د هوايي بریدونو له لارې د پاکستان د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د داعش اړوند مرکزونه په نښه کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د هېواد د امنیت او ثبات پر ضد کوم ګواښ رامنځته شي، او د داسې ګواښونو د مخنیوي لپاره به له ټولو شته امکاناتو څخه کار واخلي.

خو سمېع سادات باور لري چې دا ډول دریځونه کولای شي د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د لا زیاتو ترینګلتیاوو زمینه برابره کړي او د پاکستان د متقابل پوځي اقدام احتمال زیات کړي.

هغه همدارنګه ادعا کړې چې په تېرو کلونو کې د تحریک طالبان پاکستان او القاعده په څېر ډلو څخه د طالبانو ملاتړ، په افغانستان کې د لا ډېرې بې‌ثباتۍ لامل شوی او د میلیونونو افغانانو پر امنیت یې اغېز کړی دی.

د افغانستان د پوځ د ځانګړو ځواکونو پخواني قوماندان له پاکستانه غوښتي چې له زغم او احتیاط څخه کار واخلي او د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره ټول اړین اقدامات په پام کې ونیسي.

سمېع سادات زیاته کړې چې د افغانستان خلک باید د طالبانو د خطرناکو او غیرمسؤلانه پرېکړو او اقداماتو بیه ورنه کړي، او د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب باید د ټولو خواوو لومړیتوب وي.

بل لور ته، پاکستان د طالبانو هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د پاکستان په خاوره کې یې ډروني بریدونه ترسره کړي دي. د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د حقیقت‌موندنې څانګې ویلي چې د داعش په ګډون د یو شمېر وسله‌والو ډلو مرکزونه د افغانستان په هغو سیمو کې فعالیت کوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، او له هماغو سیمو څخه اداره کېږي.

تر اوسه د طالبانو چارواکو د پاکستان د نوي غبرګون او د سمېع سادات د څرګندونو په اړه رسمي ځواب نه دی ورکړی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.