TOOSnews
اعلان
سمېع يوسفزى: د طالبانو په بدلونونو كې د تجربې پر ځای وفاداري حاكمه ده.
افغانستانټوس نیوز

سمېع يوسفزى: د طالبانو په بدلونونو كې د تجربې پر ځای وفاداري حاكمه ده.

۱۵ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

افغان خبریال او سیاسي فعال سمېع یوسفزی د طالبانو په تازه اداري بدلونونو، په ځانګړي ډول د حمدالله نعماني له دندې لرې کولو باندي سخت غبرګون ښودلی دی.

یوسفزي پوښتنه کړې چې د طالبانو په حکومتي جوړښت کې د لوړو چارواکو د ټاکلو بنسټیز معیار څه دی؟ ایا د کار تجربه او مسلکي وړتیا په پام کې نیول کېږي، که یوازې سیاسي وفاداري او سخت دریځه معیارونه حاکم دي؟

نوموړي د ملګرو ملتونو د یوه لوړپوړي چارواکي د خبرو په حواله ویلي چې په طالبانو کې یوازې محدود شمېر کسان لکه متقي، نعماني او مجاهد د جدي بحث او دیپلوماټیکو خبرو وړتیا لري، خو نور ډېری چارواکي د رسمي خبرو اترو پر ځای غونډې د غیر رسمي او ساده فضا په بڼه پر مخ وړي.

د هغه په وینا، د دې پر ځای چې تخنیکي او تجربه لرونکي کسان په مهمو څوکیو پاتې شي، داسې څېرې راوستل کېږي چې نه پراخه اداري تجربه لري او نه هم په نړیواله ډیپلوماسي کې پېژندل کېږي.

یوسفزي دا وضعیت د مسلکي توب د کمزوري کېدو نښه بللې او ټینګار یې کړی چې د حمدالله نعماني په څېر نسبتاً تجربه لرونکو څېرو لرې کول او د نامعلومو کسانو ګومارل د حکومت په اداره کې جدي پوښتنې راپورته کوي.

دا څرګندونې په داسې مهال شوي چې د طالبانو په ادارو کې په وروستيو ورځو کي پراخ تشکیلاتي بدلونونه لیدل کيږي.

لیکوال: سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.