افغان خبریال سمیع یوسفزي په یوه تازه لیکنه کې د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر د ژوند وروستیو کلونو ته نوې زاویه ورکړې او د هغه د پټ ژوند، د اوسېدو ځای او د روغتیايي وضعیت په اړه یې تازه جزئیات خپاره کړي دي.
د یوسفزي په لیکنه کې د ملا جبار له خولې ویل شوي چې ملا عمر د اوږدې مودې لپاره د زابل ولایت په یوه کلي کې د خټو له دېوالونو جوړې یوې وړې او تیاره خونې کې ژوند کاوه، چې له خلکو سره یې اړیکه تر ډېره محدوده وه.
په راپور کې وړاندې راغلي چې هغه کلونه په همدې محدود چاپېریال کې تېر کړي، چې د انزوا او سختو شرایطو نښې پکې څرګندې وې، او په پای کې د نري رنځ (TB) ناروغۍ له امله مړ شو.
د ملا جبار په وینا، نوموړی به زیاتره وخت په هماغه کوچنۍ خونه کې ناست و او د ګرمۍ پر مهال به یې د بدن خولې د دېوالونو پر سطحه ښکاره اغېزې پرېښودې، چې وروسته یې د لیدونکو لپاره یو جنجالي او بحث پارونکی تصویر جوړ کړی دی.
یوسفزی همدارنګه لیکي چې د طالبانو ځینې پلویان دغه ډول سخت ژوند د روحاني لوړوالي او قربانۍ نښه بولي، خو منتقدین یې بیا د انساني ژوند د اساسي معیارونو او روغتیايي اصولو خلاف حالت ګڼي.
په پای کې هغه یوه مهمه پوښتنه کړې چې که ملا عمر یو قوي او پرېکنده مشر ګڼل کېده، نو ولي يي د ښکاره مشرتابه پر ځای کلونه په پټ او محدود چاپېریال کې تېر کړل، هغه موضوع چې لا هم د بېلابېلو تحلیلونو او ګنګوسو تر منځ مبهمه پاتې ده.
لیکوال:سعید سمیر








