TOOSnews
اعلان
سارا اډمز: د ننګرهار په اچين ولسوالۍ كې د داعش مالي شبكه لا هم فعاله ده.
افغانستانټوس نیوز

سارا اډمز: د ننګرهار په اچين ولسوالۍ كې د داعش مالي شبكه لا هم فعاله ده.

۱۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د سي آی اې پخوانۍ مامورې سارا اډمز ویلي، چې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د داعش خراسان څانګې د مالي کمېسیون د جوړښت او فعالیتونو په اړه تر اوسه د طالبانو د وروستیو عملیاتو کوم څرګند او محسوس اغېز نه دی لیدل شوی.

هغې زیاته کړې، چې د دغې ډلې مالي شبکه لا هم په ځانګړي ډول د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې فعاله پاتې ده او د راپورونو له مخې خپلې مالي چارې په منظم ډول مخته وړي.

سارا اډمز ټینګار کړی، چې که څه هم طالبان وخت په وخت د داعش پر ضد عملیات ترسره کوي، خو د دغې شبکې د مالي او تشکیلاتي جوړښتونو په له منځه وړلو کې تر اوسه واضح پرمختګ نه دی لیدل شوی.

د هغې په وینا، د داعش خراسان څانګه لا هم هڅه کوي چې په سیمه کې خپل مالي سرچینې وساتي او د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره یې کاروي.

تر اوسه طالبانو د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.