TOOSnews
اعلان
صديقي: اروپا دې د طالبانو چلند د «جنسيتي اپارتايد» به توګه په رسميت وپېژني.
افغانستانټوس نیوز

صديقي: اروپا دې د طالبانو چلند د «جنسيتي اپارتايد» به توګه په رسميت وپېژني.

۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقي، له اروپایي هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند په رسمي ډول د «جنسیتي اپارتاید» په توګه وپېژني.

صدیقي د شنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې اروپایي هېوادونه باید د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو روان محدودیتونه او ظلمونه په کلکه وغندي او د دغو کړنو پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي.

نوموړي همداراز د طالبانو له لوري د بهرنیو وګړو نیول او د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره ترې د فشار د وسیلې په توګه کار اخیستل د «یرغمل نیونې دیپلوماسي» بللې او ټینګار یې کړی چې نړیواله ټولنه باید دا ډول کړنې رد کړي او بې‌ځوابه یې پرېنږدي.

د هغه په وینا، د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او ټولنیز ژوند لګول شوي محدودیتونه د بشري حقونو ښکاره نقض او یو سیستماتیک تبعیضي چلند دی. صدیقي له اروپایي ټولنې غوښتي چې د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې عملي او پرېکنده دریځ خپل کړي او د امتیاز غوښتنې مخه ونیسي.

دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او ګڼو ټولنیزو فعالیتونو محدودیتونه لا هم پر ځای دي، او د ښځو د حقونو کورنیو او نړیوالو فعالانو څو ځله د دغو تګلارو د «جنسیتي اپارتاید» په توګه د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.