د ښځو د حقونو فعالې شفیقې خپلواک په هرات کې د ښځو د نیولو او پر عامو خلکو د ډزو راپورونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دا کړنې «وچ ظلم او ناروا» دي.
هغې په خپله ایکس پاڼه لیکلي، د ښځو بندي کول او پر عامو خلکو ډزې کول د هغه څه استازیتوب نه شي کولای چې طالبان یې «عمري نظام» بولي. د نوموړې په وینا، دا وضعیت به د تل لپاره دوام ونه کړي او د مظلومو خلکو فریادونه به بې ځوابه پاتې نه شي.
خپلواک په خپل پیغام کې د انتقادي شعر څو بیتونه هم خپاره کړي او د واکمنو کړنې یې د خلکو او هېواد په زیان بللي دي.
د یادونې وړ ده چې د هرات په لیلامي بازار کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر د محتسبینو له لوري د دوو ښځو د نیولو ویډیو له خپرېدو وروسته، په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارېدلي دي.
لیکوال:سعید سمیر








