د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې، شهرزاد اکبر پر اروپايي ټولنې توندې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دغه ټولنه د افغان کډوالو د بېرته شړلو د تضمین لپاره له طالبانو سره تعامل ته چمتو ده.
نوموړې ویلي، اروپايي ټولنه په خوښۍ سره چمتو ده چې د همدې موخې لپاره د طالبانو استازي بروکسل ته راوبولي.
اغلې اکبر په خپلې اېکسپاڼه لیکلي چې هغه رژیم چې ښځې «ژوندۍ ښخوي»، باید د نړیوالې انزوا او غبرګون له نشتوالي اندېښنه ونه لري، ځکه د هغې په وینا اروپايي ټولنه په اسانۍ ورسره معامله کوي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه لا هم پراخ شوي دي.
د دغو نیوکو ترڅنګ، لسګونو افغان او نړیوالو بشري او مدني بنسټونو د اروپايي ټولنې چارواکو ته په یوه ګډ پرانیستي لیک کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو له ادارې سره د اړیکو عادي کول به ناوړې پایلې ولري. په لیک کې همداراز له اروپايي هېوادونو غوښتل شوي چې د افغان پناه غوښتونکو جبري ایستل سمدستي ودروي.
بلخوا، د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ماکسیم پروو هم بروکسل ته د طالبانو د احتمالي پلاوي له سفر او بلنې سره خپل مخالفت څرګند کړی دی. د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې وزیر به هېڅکله ونه مني چې د بلجیم حکومت په خپل نوم د طالبانو استازي په بروکسل کې خبرو اترو ته راوبولي.
لیکوال:سعید سمیر








