TOOSnews
اعلان
شهرزاد اكبر: د طالبانو بندخونې د «انسانانو د نابودۍ مركزونه» ګرځېدلي.
افغانستانټوس نیوز

شهرزاد اكبر: د طالبانو بندخونې د «انسانانو د نابودۍ مركزونه» ګرځېدلي.

۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر د رواداري بنسټ د وروستي راپور په حواله ویلي، چې د طالبانو په توقیف ځایونو کې د بندیانو پر وړاندې د سختو شکنجو او حتی د مړینو پېښې د ژورې اندېښنې وړ دي.

نوموړې دغه وضعیت د«نه زغملو»وړ بللی او خبرداری یې ورکړی چې په توقیف ځایونو کې له قانوني چوکاټ پرته سخت چلند او شکنجې د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره برابرې دي او آن د قصدي وژنو لامل کېدای شي.

د هغې په وینا، د طالبان تر کنټرول لاندې زندانونو، په ځانګړي ډول په استخباراتي بندخونو کې، فزیکي او رواني شکنجه په ځینو مواردو کې دومره شدیده وي چې بندیان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

شهرزاد اکبر زیاتوي چې دغه بندخونې په عملي ډول د انسانانو د «نابودۍ پر مرکزونو» بدلې شوې دي، او دا وضعیت ښيي چې هلته نه قانوني څارنه شته او نه هم انساني معیارونه په پام کې نیول کېږي.

دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د رواداري بنسټ په خپل تازه راپور کې ادعا کړې، چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د ډایکندي ولایت یو ۱۹ کلن ځوان د طالبانو تر توقیف یوازې یوه ورځ وروسته د سختې شکنجې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د بشري حقونو بنسټونه په وروستیو کلونو کې په پرله‌پسې ډول د طالبانو په زندانونو او توقیف ځایونو کې د بندیانو د وضعیت، شکنجې او د چلند د څرنګوالي په اړه اندېښنې مطرح کوي او د شفافې څارنې غوښتنه کوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.