د لوګر د ولسي جرګې پخوانی استازی شاپور حسن زوی په خپله تازه مرکه کې ادعا کړې چې د طالبانو له لوري له جدي سپکاوي، فشارونو او ناوړه چلند سره مخ شوی دی.
هغه وایي چې د طالبانو ځینو کسانو ورته په ښکاره الفاظو ویلي: «ته وکیل نه یې، بلکې یو خر یې»، چې دا خبره یې د سخت سپکاوي په توګه یاده کړې ده.
حسن زوی زیاتوي، چې یوازې لفظي توهین نه دی شوی، بلکې پر کور یې برید هم شوی او وايي چې د کورنۍ ځینې غړي یې وهل شوي او ځورول شوي دي.
حسین زوی وايي چې د کورنیو چارو وزارت په مرسته یې دوو لوڼي تښتول شوي او له هېواده په جعلي اسنادو وتلې دی.
په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو کسانو د دغو ادعاوو په غبرګون کې دا ډول چلند غندلی او ویلي یې دي چې د اختلاف یا سیاسي نظر له امله باید له هېچا سره سپکاوی او تاوتریخوالی ونشي.
حسن زوی له دې وړاندې هم په بېلابېلو مواردو کې د امنیتي وضعیت او شخصي خوندیتوب په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.
لیکوال:سعید سمیر








