TOOSnews
اعلان
شاپور حسين زوى: د طالبانو نظام د خلكو له عزت سره لوبي كوي.
افغانستانټوس نیوز

شاپور حسين زوى: د طالبانو نظام د خلكو له عزت سره لوبي كوي.

۱۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې پخواني غړي شاپور حسین‌زوی په یوه ویډیوي پیغام کې ادعا کړې، چې په کابل ښار کې یې لورګانې تښتول شوي او د طالبانو ادارې یې د موندلو په برخه کې پاتې راغلې دي.

نوموړي ویلي، چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته یې اړوندو ادارو ته مراجعه کړې، خو تر اوسه کومه پایله نه ده ترلاسه شوې.

هغه په خپل پیغام کې د اوسني وضعیت په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي: «د خلکو له عزت سره لوبې کېږي، دا داسې نظام دی چې د خلکو عزت نه شي ساتلی او بې‌عزتي رامنځته کوي».

تر اوسه د طالبانو له لوري د نوموړي د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.