TOOSnews
اعلان
شهباز شريف: د طالبانو پر ضد د «غضب الحق» عمليات به دوام ولري.
افغانستانټوس نیوز

شهباز شريف: د طالبانو پر ضد د «غضب الحق» عمليات به دوام ولري.

۳۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د زیاتېدونکو سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو په دوام، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د طالبانو پر ضد د «غضب‌الحق» په نوم پوځي عملیات به په بشپړ قاطعیت روان وي.

شهباز شریف د بلوچستان ایالت د کویټې ښار په یوه پوځي پوهنتون کې د وینا پر مهال وویل، پاکستان به د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد خپل عملیات جاري وساتي چې د ده په وینا په افغانستان کې فعالیت کوي او د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي.

هغه ادعا وکړه چې دغه عملیات د پاکستان د خلکو د ژوند او شتمنیو د خوندي کولو، د ترهګرو ډلو پر ضد د مبارزې او د هغوی د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره ترسره کېږي.

د پاکستان لومړي وزیر د دغه هېواد د وسله‌والو ځواکونو د «مسلکي وړتیا، عملیاتي چمتووالي او قربانیو» ستاینه هم وکړه او ویې ویل چې پوځ د پاکستان د ملي حاکمیت، سولې او ثبات په ساتنه کې مهم رول لري.

پاکستاني چارواکي له اوږدې مودې راهیسې پر طالبانو تور پورې کوي چې د پاکستان ضد وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او بریدونه تنظیموي، خو طالبانو دا تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې هیچاته به اجازه ورنه کړي څو د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې له بې‌ساري امنیتي او سیاسي فشارونو سره مخ شوې دي. که څه هم دواړو لورو څو ځله د اوربند او مذاکراتو هڅې کړې، خو د راپورونو له مخې دغو هڅو تر اوسه د اړیکو په ښه کېدو کې د پام وړ پایله نه ده ورکړې.

همداراز، د پاکستان او طالب استازو ترمنځ په قطر، ترکیه، سعودي عربستان او چین کې څو پړاوه خبرې هم شوې، خو کومه څرګنده هوکړه ترې نه ده ترلاسه شوې.

شنونکي باور لري چې د روانو اختلافاتو دوام کولای شي د سیمې پر امنیتي وضعیت لا ډېر اغېز وکړي او د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا نوره هم کمزورې کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.