د افغانستان یوې فعالې څېرې، څانګې صدیقي، د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د شتمنیو او وروستیو څرګندونو په تړاو یو لړ انتقادي پوښتنې مطرح کړې دي. نوموړې وایي، دا موضوع لا هم د عامو خلکو لپاره روښانه نه ده او بېلابېل ابهامات پکې پاتې دي.
د صدیقي په وینا، کوفي له نږدې دوو کلونو راهیسې په پرله پسې ډول ادعا کوي چې طالبانو یې شتمنۍ ضبط کړې دي، خو دا قضیه تر اوسه نه ده حل شوې او وخت ناوخت بیا راپورته کېږي. هغې دا پوښتنه هم کړې چې آیا دا مسله یوازې یوه حقوقي شخړه ده، که د سیاسي دریځونو او وروستیو فعالیتونو پایله هم بلل کېدای شي.
بل لور ته، فوزیې کوفي په وروستیو کې ویلي وو چې د طالبانو ځینو چارواکو د هغې تر څنګ یو شمېر نور پخواني افغان سیاستوال او سیاسي مخالفین بېرته هېواد ته د تګ لپاره هڅولي دي.
کوفي څو ورځې وړاندې دا هم ادعا کړې وه چې طالبانو یې پر استوګنځایونو بریدونه کړي دي. د هغې په خبره، درې میاشتې وړاندې یې پر کور چاپه وهل شوې وه چې له امله یې کورنۍ اړ شوه خپل کور پرېږدي. هغې زیاته کړې چې د اپرېل په ۲۸مه یې پر نوي استوګنځي هم عملیات شوي، چې په ترڅ کې یې یو شمېر خپلوان او د بدخشان ځینې اوسېدونکي نیول شوي دي.
د هغې په وینا، تر دې دمه د نیول شویو کسانو د وضعیت، روغتیايي حالت او د ساتلو ځای په اړه کره معلومات نه دي شریک شوي، په داسې حال کې چې ځینې نیول شوي کسان له روغتیايي ستونزو سره مخ دي.
کوفي دغه اقدامات د وېرې او کمزورۍ نښه بللې او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې د طالبانو د داخلي وضعیت څرګندونه کوي. هغې همدارنګه ټینګار کړی چې د افغان ښځو مبارزه به تر هغه روانه وي، څو ازادي او انساني کرامت بېرته تأمین شي.
تر اوسه پورې فوزیې کوفي د صدیقي د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو د هغې د ادعاوو په تړاو رسمي دریځ څرګند کړی دی.
دا بحث په داسې وخت کې راپورته کېږي چې د افغانستان دننه د پخوانیو چارواکو د شتمنیو، د هغوی د سیاسي اړیکو او د اوسني وضعیت په اړه بېلابېل تحلیلونه روان دي.
لیکوال:سعید سمیر








