TOOSnews
اعلان
سراج الدين حقاني د دوو قومونو ترمنځ د سل كلنې دښمنۍ په هواري كې منځګړيتوب وكړ.
افغانستانټوس نیوز

سراج الدين حقاني د دوو قومونو ترمنځ د سل كلنې دښمنۍ په هواري كې منځګړيتوب وكړ.

۱۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په منځګړیتوب د خوست د سپېرې ولسوالۍ د بوريخېلو او د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ د ګیانخېلو قومونو ترمنځ له یوې پېړۍ زیاته اوږده دښمني د پای ته رسېدو هوکړه شوې ده.

د راپورونو له مخې، د دغې شخړې په اوږدو کلونو کې د دواړو لورو ترمنځ په نښتو کې له ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي، د اختلافاتو د دوام پر مهال دواړو خواوو یو د بل پر وړاندې په لارو کې ماینونه ځای پر ځای کړي او په ځینو مواردو کې یې له درنو وسلو هم کار اخیستی دی.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د سیمې له ارزونې او د دواړو لورو له موافقې وروسته د شخړې د هواري وروستۍ پرېکړه شوې او د هوکړې د عملي کولو او څارنې لپاره ځانګړې کمېټه هم ټاکل شوې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.