د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په خوست ښار کې د خپل وژل شوي ورور، بدرالدین حقاني، په نوم ۲۰ بستریز روغتون پرانیست.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه روغتون د خوست ښار د فاملیو په سیمه کې د شاوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت جوړ شوی او د «بدر» په نوم فعالیت پیلوي.
بدرالدین حقاني د حقاني شبکې له مهمو قوماندانانو څخه و چې په ۲۰۱۲ کال کې د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د امریکا په بېپیلوټه هوايي برید کې ووژل شو.
سراجالدین حقاني د روغتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د دا ډول روغتیايي بنسټونو جوړېدل د هېواد د پرمختګ او بیارغونې لپاره مهم ګام دی.
هغه زیاته کړه چې د روغتیا په برخه کې د خلکو باور مخ پر زیاتېدو دی او ډېری کسان هڅه کوي خپلې روغتیايي اړتیاوې په هېواد کې دننه له موجودو روغتیايي مرکزونو او مسلکي کارکوونکو څخه ترلاسه کړي.
حقاني همداراز ټینګار وکړ چې د روغتیايي خدمتونو د لا ښه کېدو لپاره باید د مسلکي ظرفیتونو او وړتیاوو د لوړولو په برخه کې لا ډېر کار وشي.
لیکوال:سعید سمیر








