TOOSnews
اعلان
سراج الدين حقاني د شاپور ځدراڼ كور ته ورغلى او غمشريكي يې ورسره كړې.
افغانستانټوس نیوز

سراج الدين حقاني د شاپور ځدراڼ كور ته ورغلى او غمشريكي يې ورسره كړې.

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ د مړینې له امله د هغه کور ته ورغلی او د نوموړي له کورنۍ سره یې غمشریکي او خواخوږي څرګنده کړې ده.

حقاني د شاپور ځدراڼ مړینه د هېواد د ورزش لپاره لویه ضایعه بللې او د هغه له کورنۍ، خپلوانو او د کرېکټ ملي لوبډلې له لوبغاړو سره یې د تسلیت مراتب شریک کړي دي.

د کابل د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د جمعې په ورځ، د چنګاښ په ۱۹مه، په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې سراج‌الدین حقاني شاپور ځدراڼ یو پیاوړی او پر ولس ګران لوبغاړی وباله. د هغه په وینا، حقاني ویلي چې د شاپور ځدراڼ مړینې، چې د سختې ناروغۍ له امله رامنځته شوه، ګڼ هېوادوال غمجن کړي دي.

د خالد ځدراڼ په وینا، د شاپور ځدراڼ د جنازې او فاتحې مراسم د لسګونه زره هېوادوالو په ګډون په بشپړ امن او نظم سره ترسره شول. په دغو مراسمو کې د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو، ورزشي څېرو او د ورزش مینه‌والو هم ګډون کړی و.

شاپور ځدراڼ څو ورځې وړاندې د سرطان ناروغۍ له امله په هند کې ومړ. د هغه جنازه وروسته کابل ته ولېږدول شوه او د مرنجان په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شوه. د هغه له مړینې وروسته د کرېکټ او ورزش ګڼو مینه‌والو او بېلابېلو شخصیتونو هم د خواشینۍ څرګندونې کړي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.