د بدخشان ولایت په شغنان ولسوالۍ کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف مامورینو د دې ولسوالۍ په مرکز کې لږ تر لږه ۶ ځوانې اسماعیلي ښځې نیولي دي. د سرچینو په وینا، دغه ښځې د شغنان په بازار کې د یوې پوستې له لارې د تېرېدو پر مهال نیول شوي او وروسته د طالبانو د مامورینو له خوا نامعلوم ځای ته انتقال شوي دي.
د سیمهییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د یکشنبې په سهار، د زمري په ۱۸مه، رامنځته شوې ده. د طالبانو د امر بالمعروف مامورینو د شغنان بازار په مرکز کې پوستې جوړې کړي، تېرېدونکي موټر یې تلاشي کړي او یو شمېر ښځې او نجونې یې د دې ډلې د خوښې وړ حجاب د نه مراعاتولو په تور درولي او نیولي دي.
یوه عیني شاهد رسنیو ته ویلي چې د طالبانو له یوې پوستې څخه د تېرېدو پر مهال یې ګڼ شمېر ځوانې ښځې او نجونې لیدلي چې د مامورینو له خوا نیول شوي او په یوه ځای کې راټولې شوې وې. د هغه په وینا، د نیول شویو کسانو په منځ کې لږ تر لږه ۶ ځوانې اسماعیلي ښځې هم شاملې وې.
عیني شاهدانو همداراز ویلي چې د طالبانو مامورینو له اسماعیلي ښځو سره نامناسب چلند کړی او سپکوونکي الفاظ یې کارولي دي. هغوی زیاته کړې چې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د دغه ډول چلند پر وړاندې اعتراض کړی و، خو د طالبانو د ځواکونو له غبرګون څخه د وېرې له امله یې له اعتراض کولو ډډه کړې ده.
د شغنان اوسېدونکي وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د امر بالمعروف د مامورینو پوستې زیاتې شوي او د ښځو تلاشي او له هغوی سره چلند هم سخت شوی دی. د هغوی په وینا، ښځې په بازار کې د تګ راتګ پر مهال د طالبانو د مامورینو له لوري له لا زیاتو محدودیتونو او سخت چلند سره مخ دي.
شغنان له تاجکستان سره د بدخشان ولایت له سرحدي ولسوالیو څخه دی او د دې ولسوالۍ د نفوس لویه برخه د اسماعیلي مذهب پیروان جوړوي. په تېرو کلونو کې هم په دې ولسوالۍ کې، په ځانګړې توګه د سیمهییزو بازارونو د جوړېدو پر ورځو، د پوستو د جوړېدو او له ښځو سره د طالبانو د امر بالمعروف د مامورینو د چلند په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
سیمهییز راپورونه ښيي چې په بدخشان کې د اسماعیلي مېشتو سیمو له اوسېدونکو سره د طالبانو د امر بالمعروف د مامورینو چلند یوازې پر ښځو محدود نه دی، بلکې نارینه هم له ورته محدودیتونو او چلند سره مخ شوي دي. د دغو سیمو ځینو اوسېدونکو ویلي چې د طالبانو د ځواکونو له چلند څخه وېره تر دې حده ده چې د ورځنیو اړتیاوو د پېرلو لپاره له خپلو میندو سره د ماشومانو تګ راتګ هم ستونزمن شوی دی.
طالبانو واک له بیا رسېدو وروسته، په بدخشان ولایت کې د اسماعیلیانو پر وړاندې د فشار او تبعیض په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. په دغو راپورونو کې د اسماعیلي مذهب د یو شمېر پیروانو د نیولو، وهلو ټکولو، له قانوني بهیر پرته د وژنو، د ځمکو د غصب او جبري بېځایه کولو موارد شامل دي.
ملګرو ملتونو هم تر دې وړاندې په بدخشان کې د اسماعیلیانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې وو چې په دې ولایت کې د اسماعیلیانو له ۳۳ څخه ډېر جماعتخانې تړل شوي دي. خو د شغنان په وروستۍ پېښه کې د ۶ ځوانو ښځو د نیول کېدو په اړه تر اوسه د هغوی د برخلیک او د طالبانو د رسمي غبرګون په اړه خپلواک معلومات نه دي خپاره شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








