TOOSnews
اعلان
ځايي سرچينې وايي چې په کندهار کې يوه ۱۱ کلن ماشوم يو ۱۴ کلن هلک په چاقو وژلی دی.
افغانستانټوس نیوز

ځايي سرچينې وايي چې په کندهار کې يوه ۱۱ کلن ماشوم يو ۱۴ کلن هلک په چاقو وژلی دی.

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچینې له کندهار ولایت څخه راپور ورکړی چې یوه ۱۱ کلن هلک، یو بل ۱۴ کلن هلک د چاقو په ګوزارونو وژلی دی.د سرچینو په وینا، دا پېښه د خاکریز ولسوالۍ د باغک په کلي کې د محمد عثمان جومات په سیمه کې رامنځته شوې ده.

ځايي سرچینې وایي چې د احمدالله په نوم ماشوم یو بل ماشوم محمد اشرف د چاقو په وسیله هدف ګرځولی، چې په پایله کې محمد اشرف خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر اوسه د دې پېښې انګېزه روښانه نه ده او د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات هم نه دي خپاره شوي.

د کندهار ولایت سیمه‌ییز طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.