TOOSnews
اعلان
سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په واشنګټن کې نیول شوی دی.
افغانستانټوس نیوز

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په واشنګټن کې نیول شوی دی.

۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

راپورونه ښيي چې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی د امریکا د پلازمېنې واشنګټن ډي سي ته نږدې د ډالس نړیوال هوایي ډګر ته د ننوتلو پر مهال د امریکايي چارواکو له خوا نیول شوی دی.

باخبره سرچینو ویلي چې د هغه دوسیه د مالي تورونو او له طالبانو سره د تړلو احتمالي شبکو د فعالیتونو د څېړنې په تړاو تر پلټنې لاندې ده. خو امریکايي چارواکو تر اوسه د دې دوسیې بشپړ جزئیات او یا هم مطرح شوي تورونه په رسمي ډول نه دي خپاره کړي.

په امریکا کې مېشتې خبریالې انیسه شهید د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې میرزا کټوازی پر دې تورن دی چې نامعلومه سرچینه لرونکې سره زَر او مالي پیسې یې ځینو هېوادونو، لکه متحده عربي اماراتو،ازبکستان او نورو ځایونو ته لېږدولې دي.

د راپور له مخې، ادعا کېږي چې دغه لېږدونې د طالبانو له اړوندو شبکو سره د مالي ملاتړ په موخه ترسره کېدې. همدارنګه سرچینې ادعا کوي چې هغه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني سره نږدې اړیکې لرلې دي.

سره له دې ادعاوو، تر اوسه په امریکا کې هېڅ قضايي ادارې د دې دوسیې اړوند رسمي تورونه یا اسناد نه دي خپاره کړي او لا هم روښانه نه ده چې د تحقیقاتو بهیر په کوم پړاو کې قرار لري.

میرزا کټوازي هم تر اوسه د دغو راپورونو په اړه په علني ډول کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې نړیوالو امنیتي او مالي ادارو په وروستیو کلونو کې د شکمنو مالي جریانونو او د هغو شبکو د احتمالي تمویل پر وړاندې، چې تر بندیزونو لاندې دي، خپله څارنه زیاته کړې ده.

لیکواله:سلیمه آریايي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.