وروسته له هغه چې طلوعنیوز،یکشنبې د غویي۲۰ مه، شاوخوا «۱ بجه»په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو دوه خبریالانو د نیول کېدو خبر خپور کړ، شاوخوا ۴۰ دقیقې وروسته د طالبانو استخباراتي ځواکونو له شاوخوا ۵۰ وسلهوالو کسانو سره د کابل د وزیر اکبر خان په سیمه کې د موبي ګروپ دفتر باندې یرغل وکړ او دغه دفتر یې تر شپږو ساعتونو څخه زیات محاصره کړ.
د دې محاصری په ترڅ کې، طالبانو د طلوعنیوز، طلوع، لمر، راډیو آرمان، راډیو ارکوزیا او د لپس دفتر د ټولو کارکوونکو ټلیفونونه راټول، او کارکوونکي یې تر نظارت لاندې نیولي دي.
سرچینې وايي چې ځینې کارکوونکي وهل شوي دي او له ښځو سره په تاوتریخوالی چلند شوی دی.
د طالبانو استخباراتو د ماښام په ۷ بجو یوازې ښځینه کارکوونکو ته اجازه ورکړه چې خپلو کورونو ته لاړې شي. نارینه کارکوونکي بیا یوه بله ګړۍ هم تر نظارت لاندې ساتل شوي دي.
د راپورونو له مخې، منصور نیازی، د طلوعنیوز د سیاسي برنامو ویاند او مجری، د پنجشنبې په ورځ د غویي ۱۷ مه په څلورم کارته سیمه کې نیول شوی و او عمران دانش، د دې رسنۍ د سیاسي برخې مسؤل، د شنبې په ماښام د طلوعنیوز دفتر ته نږدې نیول شوی دی. سرچینې وايي چې طالبانو د منصور نیازي له نیولو وروسته د هغه اکس حساب کنټرول، او د یکشنبې په سهار یې یوه پیغام خپور کړ چې پکې ادعا شوې وه چې د هغه نیول واقعیت نه لري او هغه په خپل کور کې حضور لري.
همدارنګه ویل شوي چې د محاصرې په لړ کې طالبانو عمران دانش د طلوعنیوز دفتر ته انتقال کړی و او د لټون او تفتیش وروسته یې بیا له ځان سره وړی دی.
طلوعنیوز په لومړيو کې خبر د «نیولو» په کلمه خپور کړ، خو وروسته یې دا خبر حذف کړ او د «توقیف» کلمه یې ورته وکاروله.
طالبانو، طلوعنیوز او موبيګروپ تر اوسه په رسمي ډول د دې یرغل د علت په اړه څه نه دي ویلي.
د طلوعنیوز ټولنیزو شبکو فعالیت هم د محاصرې تر پای وروسته، شاوخوا د ماښام په ۸ بجو بیا پیل شو.
لیکواله:سلیمه حکیمي








