باخبره سرچینو ویلي، هغه موټر چې څه موده وړاندې یې په کابل کې څو نجونې وهلې او ټپي کړې وې، د طالبانو د یوه چارواکي اړوند و. د سرچینو په وینا، دغه سپین رنګه لېنډکروزر دولتي موټر و او د اسلامکلا ګمرک د طالبانو له مسوول مولوي احسانالله احسان سره تړاو لري.
سرچینو د امنیتي اندېښنو له امله د نوم نه خپرولو په شرط ویلي، تر اوسه څرګنده نه ده چې د پېښې پر مهال یاد طالب چارواکی په موټر کې سپور و او که نه.
یاده پېښه د غبرګولي په ۱۷مه د کابل په شپږمه امنیتي حوزه کې رامنځته شوې وه، کله چې یو لېنډکروزر موټر پر هغو ځوانو نجونو ورغی چې د سړک پر غاړه روانې وې. د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ څو ورځې وروسته اعلان وکړ چې د پېښې عامل نیول شوی او د قضیې په تړاو پلټنې روانې دي.
په خپرو شویو انځورونو کې د نیول شوي کس څېره پټه ساتل شوې او هغه د یوه لېنډکروزر موټر مخې ته ولاړ ښکاري، خو طالبانو تر اوسه د تورن کس د هویت او د پېښې د نورو جزییاتو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړي.
سرچینې وایي، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د امنیتي کمرو ثبت شوې ویډیوګانې ارزول شوي او څېړنو ښودلې چې موټر له پېښې وروسته تښتېدلی او وروسته د یوه طالب چارواکي کور ته ننوتی دی. د سرچینو په وینا، دغه کور د اسلامکلا ګمرک له یوه مسوول سره تړاو لري.
همداراز ویل شوي چې موټر نمبرپلېټ نه درلود او ښیښې یې تورې وې، هغه څه چې د پېښې له خپرو شویو انځورونو سره هم سمون لري. سرچینې زیاتوي چې د موټر چلوونکی دا مهال د کابل د شپږمې امنیتي حوزې په توقیف کې ساتل کېږي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبانو د اسلامکلا ګمرک د مسوول دنده ځنډولې او دوسیه یې پوځي محکمې ته سپارلې ده، خو تر اوسه په رسمي ډول د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویل شوي.
په همدې حال کې سرچینې ادعا کوي چې د ټپي شویو نجونو له کورنیو سره اړیکې نیول شوي او ترې غوښتل شوي چې د پېښې له رسنیزې کېدو ډډه وکړي. که څه هم طالبانو تل ویلي چې د امنیتي کمرو له لارې وضعیت تر څار لاندې ساتي او بېنمبرپلېټه موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي، خو د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې ښکېل موټر نه نمبرپلېټ درلود او نه یې هم عادي ښیښې لرلې.
لیکوال:سعید سمیر








