د مټ ګالا کلني مراسم، چې د فېشن د نړۍ یو له مهمو او ځلېدونکو پېښو څخه ګڼل کېږي، د دوشنبې ماښام، د ۲۰۲۶ کال د مې ۴مه ( د غویي۱۴ مه) په میټروپولیټن هنري موزیم کې ترسره شول؛ یوه پېښه چې نه یوازې د جامو د ډیزاین د نوښت ننداره وړاندې کوي، بلکې د دې موزیم د «جامو بنسټ» لپاره د مالي مرستو راټولولو کې هم مهمه ونډه لري.
دغه مراسم چې هر کال د مې د میاشتې په لومړۍ دوشنبې کې ترسره کېږي، سږکال د «د جامو هنر» یا «جامې د هنر په توګه» (Costume Art / Fashion is Art) په موضوع جوړ شوي وو؛ یو مفهوم چې ګډونوال یې هڅوي ترڅو د انسان بدن د یوه هنري بوم په توګه وویني او جامې د یوه هنري اثر په توګه تعبیر کړي.
د معتبره رسنیو د راپورونو له مخې، سږکال میټ ګالا د فېشن، سینما، موسیقۍ او سپورټ له شاوخوا ۴۵۰ میلمنو سره ترسره شوه او یو ځل بیا «د نړۍ تر ټولو مهمه د فېشن شپې» لقب یې ترلاسه کړ.
د دې پېښې په شاخصه څېرو کې نومونه لکه بیانسه، نیکول کیډمن، وینوس ویلیامز او آنا وینتور د کوربه او اصلي څېرو په توګه لیدل کېدل. همدارنګه ستوري لکه مډونا، سابرینا کارپنټر، نائومي اوساکا او آنجلا باسټ هم په سور فرش کې ګډون درلود.
د میټ ګالا ۲۰۲۶ سور فرش د ځینو وختونو د عجیب او جسورانه نوښتونو صحنه شوه؛ ډېری میلمانه په داسې جامو کې راڅرګند شول چې د انسان بدن، هنري آثار او حتی انتزاعي مفاهیمو څخه یې الهام اخیستی و. د مثال په توګه، د اناټومیکي عناصرو سره ډیزاینونه، حجم لرونکي پوښښونه او حتی د مصنوعي اغېزو او ماسکونو کارول د دې دورې برجسته رجحانات وو.
ځینې څېرې لکه بد باني او هایډي کلوم د ظاهري بدلونونو له امله سخت پېژندل کېدل؛ پداسې حال کې چې نور د هنري آثارو یا ښکلاپوهنیزو مفاهیمو څخه مستقیم الهام اخیستی وو او د فېشن او هنر ترمنځ پوله یې کمرنګه کړې وه.
د فېشن کارپوهان باور لري چې سږکال موضوع د بدن، هویت او جامو ترمنځ اړیکې باندې له هر وخت نه زیات تمرکز درلود او ویې ښودله چې فېشن کولی شي د ظاهري ښکلا نه لرې، د انساني ژورو مفاهیمو د بیان وسیله هم وګرځي.
مټ ګالا یوازې یو ننداروي پېښه نه ده، بلکې یوه کلتوري-خیريه پېښه هم ده چې هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د میلیونونو خلکو پام ځان ته اړوي؛ هغه ځای چې هنر، فېشن او شهرت سره یو ځای کېږي ترڅو هم پیغام ورسوي او هم د هنر د ملاتړ لپاره پانګه راټوله کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








