TOOSnews
اعلان
د تاجكستان پوليسو ديوې ښځې د وژلو په تور يو افغان وګړى نيولى.
افغانستانټوس نیوز

د تاجكستان پوليسو ديوې ښځې د وژلو په تور يو افغان وګړى نيولى.

۱۴ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د تاجکستان د پولیسو له خوا د خجند ښار په چشمه سیمه کې د یوې ښځې د وژنې په تور د محمد عمر رحماني په نوم یو افغان وګړی نیول شوی دی.

په تاجکستان کې مېشتو یو شمېر افغانانو ویلي، چې له دې پېښې وروسته د افغان کډوالو پر وضعیت فشار زیات شوی او شاوخوا ۲۵۰ افغانې کورنۍ د احتمالي اخراج له ګواښ سره مخ دي.

سرچینې زیاتوي چې امنیتي ادارو د پېښې تر څېړنو وروسته په سیمه کې د افغان کډوالو د وضعیت ارزونه هم پیل کړې، خو تر اوسه د رسمي اخراج پرېکړه نه ده اعلان شوې.

دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې په تاجکستان کې د افغان کډوالو وضعیت له وړاندې هم حساس بلل کېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.