د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په تېرو درېیو ورځو کې ۳۷۳ هغه افغانان، چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو نه لرلو له امله په پاکستان کې نیول شوي او زنداني شوي وو. د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان له ثبت او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له دې ډلې ۲۹۶ کسان د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې او ۷۷ نور د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو لړۍ لا هم دوام لري.
د راټولو شویو شمېرو له مخې، یوازې د غویي میاشتې په ترڅ کې ۲زره او ۲۸۳ افغان کډوال، چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








