TOOSnews
اعلان
طالبانو كميسيون: اشرف غني حق لري چې هېواد ته راستون شي.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو كميسيون: اشرف غني حق لري چې هېواد ته راستون شي.

۲۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون غړی احمدالله وثیق وايي چې پخوانی ولسمشر اشرف غني حق لري بېرته خپل هېواد ته ستون شي او په افغانستان کې د یوه عادي افغان په توګه ژوند وکړي.

وثیق په خپله وروستۍ مرکه کې له شمشاد ټلوېزیون سره ویلي، د دغه کمېسیون د پالیسي له مخې هر افغان حق لري چې خپل هېواد ته راستون شي او دلته د ژوند کولو ازادي ولري. هغه ټینګار کړی چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هېڅ څوک له دې حقه نشي محرومېدای.

اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، د حکومت له سقوط وروسته له افغانستانه ووت. له هغه وخت راهیسې نوموړی په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي او په بېلابېلو وختونو کې یې د افغانستان د سیاسي وضعیت او د طالبانو د ځینو پالیسیو په اړه څرګندونې کړې دي.

هغه په وروستیو کلونو کې د ملي خبرو اترو غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره سیاسي تفاهم ته اړتیا ده.

له بلې خوا، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغان شخصیتونو سره د اړیکو لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ شوی، چې ځینې پخواني چارواکي یې د خبرو او ستنېدو لپاره افغانستان ته بللي دي، خو د ګڼو لوړ پوړو سیاسي څېرو او فعالانو له لوري دا بلنې تر اوسه نه دي منل شوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.