TOOSnews
اعلان
طالبانو په اروزګان کې هغه سړی نیولی چې غوښتل یې ځان وژنه وکړي.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په اروزګان کې هغه سړی نیولی چې غوښتل یې ځان وژنه وکړي.

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اروزګان ولایت د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې یو کس یې هغه مهال نیولی چې غوښتل یې خپل ژوند پای ته ورسوي.

د طالبانو د اروزګان امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کس په خپل کور کې د خپلې کورنۍ له غړو سره تر لفظي شخړې وروسته غوښتل د یوې «مرګونې وسلې» په کارولو سره ځان وژنه وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه سړی د ترینکوټ ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکی دی.

د طالبانو چارواکو د نوموړي د اوسني وضعیت او راتلونکي برخلیک په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

رواني ناروغۍ، درملنې ته نه لاسرسی، بېکاري او اقتصادي ستونزې په هېواد کې د ځان وژنې د پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو او د اقتصادي وضعیت له خرابېدو وروسته، د ځان وژنې د پېښو د پام وړ زیات راپورونه ورکړل شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.