د بدخشان د کوز یفتل ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال عبدالقدیر غفوري ادعا کړې چې د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې د پاکستان په ملاتړ فعالیت کوي.
غفوري په یوه ولسي غونډه کې ویلي، مخالفین د واک ترلاسه کولو لپاره له داسې هېواد سره ولاړ دي چې دوی پخوا خپل دښمن باله.
د نوموړي دا څرګندونې په داسې مهال دي چې په بدخشان کې د طالبانو پر وړاندې د «ازادۍ جبهې» او «سپاهیان میهن» ډلې د وسلهوالو فعالیتونو د زیاتېدو خبرونه ورکړل شوي دي.
بلخوا، د سمېع سادات په مشرۍ «متحدې جبهې» هم په بدخشان کې د خپلو وسلهوالو بریدونو د پیل خبر ورکړی دی. طالبانو تر اوسه د دغو ډلو د فعالیتونو په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي.
لیکوال:سعید سمیر








