با خبره سرچینې وایې چې ملا هبتالله اخوندزاده، د طالبانو مشر، د افغانستان او پاکستان د پولې د څارنې او امنیت د ټینګښت لپاره د اته زره کسیزې ځانګړې قطعې د جوړولو امر کړی دی. دغه قطعه به د «هبتي» په نوم فعالیت کوي او غړي به یې د طالبانو د نورو ځواکونو په پرتله له لوړو معاشونو او ځانګړو امتیازونو برخمن وي.
د سرچینو په وینا، د دې ځانګړې قطعې د جوړېدو موخه له پاکستان سره د سرحدي سیمو اداره او امنیت ساتل دي. کله چې د دې ځواک د تنظیم بهیر بشپړ شي، د ډیورنډ کرښې څارنه او د پولې په اوږدو کې د ټولو تحرکاتو، نښتو او اوربند اړوندو پرېکړو مشري به ورته وسپارل شي.
په کندهار او کابل کې دوو سرچینو ویلي چې په سرحدي پوستو کې مېشت ځواکونه به په خپلو اوسنیو ځایونو کې پاتې شي، خو د عملیاتو عمومي اداره او قومانده به د نوې قطعې په لاس کې وي. د دغو سرچینو په خبره، د سرحدي امنیت اړوند د نښتو د رامنځته کېدو یا نه رامنځته کېدو او نورو موضوعاتو په اړه پرېکړې هم د همدې واحد له صلاحیتونو څخه دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دې قطعې څلور زره غړي اوس مهال د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ په لوا کې ځای پر ځای شوي او د هغوی د ثبت او تنظیم بهیر روان دی. همدارنګه څلور زره نور ځواکونه په کابل کې حضور لري او د نوملیکنې او تشکیلاتي چارو بهیر یې په پلازمېنه کې دوام لري.
سرچینو ټینګار کړی چې دغه قطعه به په مستقیم ډول د ملا هبتالله اخوندزاده تر څار لاندې فعالیت کوي او د طالبانو د امنیتي وزارتونو په تشکیلاتي چوکاټ کې به نه شاملېږي. د هغوی په وینا، د دې ځواک غړي به یوازې د طالبانو مشر ته ځواب ویونکي وي.
یوې سرچینې چې د دې قطعې د نوملیکنې بهیر له نږدې تعقیب کړی، ویلي چې په دې ځواک کې د سرتېري رتبه نه شته او د جذب بهیر له افسرۍ کچې څخه پیلېږي. د نوموړي په خبره، د قطعې غړي له ځانګړو امتیازونو برخمن دي او د طالبانو د دفاع یا کورنیو چارو وزارت تر قوماندې لاندې به نه وي.
طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چې د دې قطعې ډېری غړي د کندهار، اروزګان او هلمند ولایتونو څخه جذب شوي او د زابل ولایت یو محدود شمېر جنګیالي هم پکې شامل دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د جذب بهیر تر بشپړېدو وروسته به د امریکا متحده ایالاتو له پاتې شویو پرمختللو تجهیزاتو څخه، لکه د شپې لید وسایل، پوځي موټرونه، فعاله چورلکې او کشفي بېپیلوټه الوتکې د دې قطعې په واک کې ورکړل شي.
همدارنګه د دې ځواک غړو ته به د توپوګرافۍ، سرحدي ګزمو، د ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي، د قاچاق پر ضد مبارزې، د مشکوکو کسانو د څارنې او پېژندنې، او همدارنګه د نړیوال موقعیت موندنې سیستم، ډروني کامرو او کشفي ډرونونو د کارونې په برخو کې روزنیز پروګرامونه ترسره شي.
سرچینو د دې قطعې د قوماندې مرکز په اړه ویلي چې څلور زره ځواکونه به په کندهار او څلور زره نور به په کابل کې مېشت وي او د اړتیا په صورت کې به د ملا هبتالله اخوندزاده په مستقیم امر ماموریتونو ته استول کېږي.
سرچینو د دې قطعې د قوماندان په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو ځینې اټکلونه ښيي چې ښايي د طالبانو د اوو زونونو له قوماندانانو څخه یو تن د دې ځانګړي واحد د قوماندان په توګه وټاکل شي.
ځینې شنونکي د دې قطعې جوړېدل د سرحدي ګزمو، امنیتي پوستو د فعالیتونو، د تحرکاتو د مدیریت او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تګ راتګ د لا زیات کنټرول او څارنې لپاره یو اقدام بولي.
لیکواله:سلیمه آریایي








