TOOSnews
اعلان
طالبان: په شپږو ولايتونو كې ٣٩ ښځې له كورني تاوتريخوالي ژغورل شوي.
افغانستانټوس نیوز

طالبان: په شپږو ولايتونو كې ٣٩ ښځې له كورني تاوتريخوالي ژغورل شوي.

۲۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویلي، چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې یې ۳۹ ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورلي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یادو ښځو ته یې د حقونو د ترلاسه کولو او خوندي ژوند لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي. د خبرپاڼې له مخې، د وزارت محتسبینو د کورنیو شخړو او تاوتریخوالي اړوند قضیو ته رسېدنه کړې او هڅه یې کړې چې د ښځو حقوق خوندي شي.

طالبانو د دغو ولایتونو نومونه او د پېښو نور جزییات نه دي خپاره کړي، خو ویلي یې دي چې د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي او د کورنیو ستونزو د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.