TOOSnews
اعلان
طالبان: له شرعي عقد مخکې د نجونو او هلکانو پېژندګلوي او د نامزادۍ د ګوتو تبادله حرامه ده.
افغانستانټوس نیوز

طالبان: له شرعي عقد مخکې د نجونو او هلکانو پېژندګلوي او د نامزادۍ د ګوتو تبادله حرامه ده.

۲ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د جمعې د لمانځه د خطبې متن خپور کړی چې په کې د کوژدې، نامزادۍ او واده د مراسمو لپاره نوي محدودیتونه اعلان شوي دي. دغه متن د پنجشنبې په ورځ، د زمري په لومړۍ نېټه، خپور شوی او ټاکل شوې چې د افغانستان په ټولو جوماتونو کې د جمعې د خطیبانو له خوا لمونځ کوونکو ته ولوستل شي.

په دې خطبه کې د واده یو شمېر دودیز مراسم او رواجونه د شریعت خلاف بلل شوي دي. د لارښوونې له مخې، له خلکو غوښتل شوي چې له دغو دودونو څخه ډډه وکړي او د واده مراسم د اعلان شویو اصولو له مخې ترسره کړي.

د دې لارښوونې په یوه برخه کې ویل شوي چې هلک او نجلۍ باید د شرعي عقد له ترسره کېدو مخکې د یو بل د پېژندنې لپاره لیدنه یا خبرې اترې ونه کړي. همدارنګه د نامزادۍ د ګوتې تبادله، ځکه چې د مسیحیانو له کلتور څخه اخیستل شوې بلل شوې، شرعاً ناروا اعلان شوې ده.

په دې خطبه کې د نکریزو مراسم، موسیقي غږول، نڅا، اورلوبې، د ښځو د عطرو کارول، د ناوې سینګار، مصنوعي ویښتانو لګول، تنګې او د بدن ښکاره کوونکې جامې اغوستل، او همدارنګه د واده په مراسمو کې د ښځو او نارینه‌وو ګډ ګډون، هغه کړنې بلل شوي چې د طالبانو له نظره جواز نه لري.

په دې لارښوونه کې د ناوې او زوم په داسې ځای کې کښېنول چې له مېلمنو لوړ وي، د اسلامي غیرت خلاف بلل شوي او د کورنیو له سرپرستانو غوښتل شوي چې د داسې مراسمو مخه ونیسي. په متن کې هغو سرپرستانو ته هم فقهي نیوکې شوي دي چې د ورته مراسمو اجازه ورکوي.

دغه نوي محدودیتونه په داسې وخت کې اعلان شوي چې طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته په بېلابېلو ټولنیزو برخو کې پراخ قوانین او بندیزونه وضع کړي دي. د ځینو خلکو په باور، د دغو محدودیتونو لمن یوازې د ښځو د زده‌کړې، کار او ټولنیز حضور تر برخو محدوده نه ده پاتې شوې، بلکې اوس یې اغېز پر ځینو کلتوري او کورنیو دودونو هم خپور شوی او د واده د مراسمو پر څرنګوالي یې اغېز کړی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.