TOOSnews
اعلان
طالبان:د هرات د خلکو له خوا له ۶۵۰ زره ډالرو نه زیاته مرسته غزې ته واستول شوه.
افغانستانټوس نیوز

طالبان:د هرات د خلکو له خوا له ۶۵۰ زره ډالرو نه زیاته مرسته غزې ته واستول شوه.

۱۴ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

طالبانو اعلان کړی چې له هرات ولایت څخه د خلکو د مرستو د راټولولو له پیل راهیسې تر اوسه پورې د غزې خلکو لپاره له ۶۵۰ زره ډالرو څخه زیاتې مرستې راټولې او استول شوي دي.

د باختر خبري اژانس، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، د یکشنبې په ورځ، د غویي ۱۳مه، راپور ورکړی چې د دې بهیر مسؤلینو ویلي دي چې دغه مرستې د دې ولایت د اوسېدونکو له لوري برابرې شوي دي.

د راپور له مخې، نقدي مرستې به په غزې کې په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه په رفح کې وویشل شي.

طالبانو همدارنګه ویلي چې د مرستو راټولولو بهیر لا هم روان دی او خلک د غزې د اوسېدونکو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان پخپله د پراخو اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي کړکېچونو سره مخ دی. ملګرو ملتونه هم خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به د دې هېواد ګڼ شمېر وګړي به بشري مرستو ته اړتیا ولري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.