TOOSnews
اعلان
طالبان: پاكستان د يوې اوونۍ په ترڅ كې ٣۴۴ افغان بنديان خوشې كړي.
افغانستانټوس نیوز

طالبان: پاكستان د يوې اوونۍ په ترڅ كې ٣۴۴ افغان بنديان خوشې كړي.

۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، د روانې اوونۍ په ترڅ کې ۳۴۴ افغانان چې په پاکستان کې د قانوني استوګنې د اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو، له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، له دغو کسانو څخه ۲۳۲ تنه د تورخم او ۱۱۲ نور د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته دننه شوي دي.

وزارت زیاته کړې چې راستنېدونکي کسان له ثبت او راجستر او د لومړنیو مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته د ستنېدو لپاره لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ لا هم روانه ده او په وروستیو اوونیو کې ګڼ شمېر افغانان له دغه هېواده افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

بل لور ته، ملګرو ملتونو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان پناه غوښتونکو د نیولو او جبري ایستلو لړۍ ودروي او د کډوالو په اړه خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.