TOOSnews
اعلان
طالبان:نېږدې ۴۸ زرو راستنو شويو كورنيو ته د استوګنې نومرې وېشل شوي.
افغانستانټوس نیوز

طالبان:نېږدې ۴۸ زرو راستنو شويو كورنيو ته د استوګنې نومرې وېشل شوي.

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت تر چتر لاندې د کډوالو چارو عالي کمېسیون ویلي، د غبرګولي په ۲۸مه نېټه له پاکستان څخه زرګونه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي او د راستنېدونکو د ملاتړ لړۍ دوام لري.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۴۷ زره او ۹۹۱ راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکې یا نومرې وېشل شوي دي. په دې لړ کې په ننګرهار کې ۱۶۶۵ تنو، فاریاب کې ۵۷۷ تنو، هلمند کې ۳۴۵ تنو، غزني کې ۲۴۲ تنو، بلخ کې ۲۱۲ تنو، سمنګان کې ۲۷ تنو، فراه کې ۱۲۰ تنو او نیمروز کې ۲۰۳ تنو راستنېدونکو کورنیو ته ځمکې ورکړل شوي دي.

د کډوالو چارو عالي کمېسیون ویلي، د راستنېدونکو لپاره د مرستو او لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو چارې د بېلابېلو ادارو په همکارۍ روانې دي او د استوګنیزو نومرو د وېش لړۍ هم په چټکۍ سره دوام لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.