TOOSnews
اعلان
طالبان: كاسا-١٠٠٠ پروزه په افغانستان كې ٨٠ سلنه بشپړه شوې.
اقتصاديټوس نیوز

طالبان: كاسا-١٠٠٠ پروزه په افغانستان كې ٨٠ سلنه بشپړه شوې.

۵ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د برېښنا شرکت ویاند محمدصادق حق‌پرست وايي، په افغانستان کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې چارې په درېیو برخو کې روانې دي چې تر اوسه ۸۰ سلنه بشپړې شوي دي.

هغه ویلي، د یادې پروژې د لومړي لاټ چارې بشپړې شوي او د دوو نورو لاټونو کارونه هم د بشپړېدو وروستي پړاو ته رسېدلي دي.

حق‌پرست زیاته کړې، چې په قرغزستان، تاجکستان او پاکستان کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې چارې بشپړې شوي او تمه ده چې په افغانستان کې به هم ژر پای ته ورسېږي.

د نوموړي په وینا، د پروژې له بشپړېدو وروسته به افغانستان هر کال شاوخوا ۶۵ میلیونه ډالر د ټرانزیټ فیس په توګه ترلاسه کړي.

هغه وویل، د افغانستان له لارې به پاکستان ته ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا هم ولېږدول شي. د ده په خبره، کاسا-۱۰۰۰ پروژه د سیمې د اتصال لپاره مهمه ده او کولی شي د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

کاسا-۱۰۰۰ پروژه د قرغزستان او تاجکستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي.

تر دې وړاندې قرغزستان اعلان کړی و، چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې اړوند د خپلې برخې ټول ساختماني کارونه یې بشپړ کړي او پاتې چارې د افغانستان د برخې بشپړېدو پورې تړلې دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.