TOOSnews
اعلان
نږدې پنځه میلیونه مېرمنې او ماشومان په افغانستان کې د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.
افغانستانټوس نیوز

نږدې پنځه میلیونه مېرمنې او ماشومان په افغانستان کې د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

۲۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د خوراک نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې افغانستان د خوړو د کموالي له جدي بحران سره مخ دی او نږدې پنځه میلیونه میرمنې او ماشومان په دې هېواد کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په یوه راپور کې چې د غویی ۲۶مه نېټه خپور شوی، دغې ادارې ویلي چې اقتصادي فشارونه، د کډوالو په پراخه کچه بېرته راستنېدل، د بشري مرستو کمښت، او د سیمه‌ییزو کړکېچونو زیاتوالی د افغانستان د انساني وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي دي.

د خوراک نړیوال پروګرام زیاته کړې چې د منځني ختیځ د جګړو دوام او د سون توکو د بیو لوړوالی د بشري مرستو د لېږد او وېش بهیر هم له زیاتو ستونزو سره مخ کړی دی.

همدارنګه د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې سږ کال شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه تنه، چې د افغانستان د نفوس نږدې ۴۵ سلنه کېږي، د بشري مرستو ته اړتیا لري.

کارپوهان وايي چې د طالبانو تر ادارې لاندې اداري جوړښتونو پراخو محدودیتونو انساني بحران او د خوړو د کموالي د مؤثر مدیریت ظرفیت کم کړی او د مرستو د لېږد بهیر یې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

لیکواله:سلیمه آریايي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.