په داسې حال کې چې کډوالي په نړیواله کچه په یوه جدي بحران بدله شوې، د اتریش او ازبکستان حکومتونو د افغان کډوالو د ایستلو لپاره یو نوی تړون لاسلیک کړی دی.
د راپورونو له مخې، د دغه تړون له مخې به اتریش یو شمېر افغان کډوال ازبکستان ته ولېږي، څو له هغه ځایه یې د بېرته ستنولو چارې ترسره شي. تر اوسه د دواړو هېوادونو چارواکو د تړون بشپړ جزئیات نه دي خپاره کړي، خو ویل کېږي چې دا اقدام د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي او د پناه غوښتنې د بهیر د محدودولو په موخه ترسره شوی دی.
بلخوا یو شمېر شنونکي وايي، د افغان کډوالو د ستنولو لپاره د اتریش او ازبکستان دا هوکړه د بریتانیا او روانډا له هغې لانجمنې او ناکامې طرحې سره ورته والی لري، چې له پراخو نیوکو او حقوقي خنډونو سره مخ شوې وه.
دوی خبرداری ورکوي، چې د کډوالو د انتقال او ایستلو دا ډول تړونونه ښايي د بشري حقونو له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې واقع شي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې افغانستان لا هم له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دی.
لیکوال:سعید سمیر








