نږدې دوه لسیزې وړاندې د یوې خیریه برنامې پر مهال اخیستل شوی یو انځور اوس د نړۍ د فوټبال له تر ټولو زړه راښکونکو کیسو څخه په یوه بدل شوی دی. د ارجنټاین فوټبال ستوري، لیونل مسي، په ۲۰۰۷ کال کې یو پنځه میاشتنی ماشوم په غېږ کې نیولی و او د یوې خیریه برنامې په ترڅ کې یې ورسره مرسته کړې وه چې حمام ورکړل شي. اوس، ۱۹ کاله وروسته، هماغه ماشوم د نړۍ د فوټبال په تر ټولو لویه صحنه کې له مسي سره د مخامخ کېدو په درشل کې دی.
لیونل اندرس مسي، د ارجنټاین د ملي لوبډلې کپټان، د اتو سرو زرو توپونو، شپږو اروپايي طلایي بوټونو او د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام د اتلولۍ په ګټلو سره، د فوټبال د تاریخ له تر ټولو بریالیو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي. هغه اوس د خپل مسلکي ژوند په وروستي نړیوال جام کې باید د داسې یوه ځوان ستوري پر وړاندې ولوبېږي چې کلونه وړاندې، په ماشومتوب کې، له هغه سره یې یو تاریخي عکس اخیستل شوی و.
دا انځور په ۲۰۰۷ کال کې د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس عکاس خوان مونفورت له خوا د بارسلونا په نیوکمپ لوبغالي کې اخیستل شوی و. په هغه خیریه پروګرام کې چې د یونیسف په همکارۍ جوړ شوی و، ۲۰ کلن مسي یو پنځه میاشتنی ماشوم په غېږ کې واخیست او د برنامې په یوه سمبولیکه برخه کې یې ورسره مرسته وکړه چې حمام ورکړل شي؛ هماغه ماشوم چې وروسته د لامین یامال په نوم مشهور شو.
د لامین یامال کورنۍ، چې هغه مهال د ماتارو په ښار کې اوسېده، د یوې خیریه قرعې له لارې د بارسلونا له یوه لوبغاړي سره د لیدنې او عکس اخیستلو فرصت ترلاسه کړی و. همدغه پېښه د دې تاریخي انځور د ثبتېدو لامل شوه. مونفورت کلونه وروسته وویل چې هېڅکله یې فکر نه کاوه هغه ماشوم به یوه ورځ د نړۍ له تر ټولو غوره فوټبال استعدادونو څخه شي.
لامین یامال د ۲۰۰۷ کال د جولای په ۱۳مه د بارسلونا ښار ته نږدې زېږېدلی و او فوټبال یې له یوه ځايي کلب څخه پیل کړ. هغه په اووه کلنۍ کې د لاماسیا اکاډمۍ ته ورغی او د پام وړ پرمختګ له امله یې ډېر ژر د ځوانانو له کچو تېر شو او د بارسلونا د اصلي لوبډلې تمریناتو ته ورسېد.
ژاوي هرناندز، د بارسلونا پخوانی روزونکی، له هغو لومړنیو روزونکو څخه و چې یامال ته یې د لویانو په لوبډله کې د لوبېدو فرصت ورکړ. هغه په ۱۵ کلنۍ کې د لالیګا لومړۍ لوبه ترسره کړه او د څو ریکارډونو په ماتولو سره، د بارسلونا په تاریخ کې یې خپل نوم ثبت کړ؛ له هغې ډلې د هسپانیا په لیګ کې د کلب تر ټولو ځوان لوبغاړی او تر ټولو ځوان ګول وهونکی شو.
یامال د ۲۰۲۴ کال په دوبي کې د هسپانیا له ملي لوبډلې سره د اروپا د ملتونو جام اتل شو. هغه نه یوازې د اتلولۍ جام وګاټه، بلکې د دې سیالیو د تر ټولو ځوان لوبغاړي او تر ټولو ځوان ګول وهونکي ریکارډونه یې هم مات کړل او خپل مقام یې د نړۍ د راتلونکو سترو فوټبال ستورو په توګه لا پیاوړی کړ.
اوس دغه ۱۹ کلن ستوری، په خپل لومړي نړیوال جام کې، د هسپانیا د لوبډلې په بریا او پایلوبې ته په رسېدو کې مهم رول لري. هغه په شپږو لوبو کې برخه اخیستې او د یوه ګول تر څنګ، د ډریبلونو، موقعیت جوړولو او د سیالانو د دفاعي جوړښت د ګډوډولو له لارې د خپلې لوبډلې له مهمو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي.
بل لور ته، مسي هڅه کوي چې د خپل مسلکي ژوند په وروستي نړیوال جام کې د ارجنټاین له اتلولۍ څخه دفاع وکړي. د هغه او یامال مخامخ کېدل د فوټبال د دوو نسلونو مقابله ده؛ یو لوری هغه افسانوي لوبغاړی دی چې بېشمېره ویاړونه یې ترلاسه کړي، او بل لوری هغه ځوان ستوری دی چې د خپل روښانه راتلونکي سفر په پیل کې دی.
د ارجنټاین او هسپانیا مقابله، د پایلې له پام پرته، د ۲۰۰۷ کال د هماغه تاریخي عکس له امله د فوټبال له تلپاتې کیسو څخه یوه ګرځېدلې ده؛ هغه لوبه چې پکې هغه ماشوم چې یوه ورځ د مسي په غېږ کې و، اوس د هماغه جام د ګټلو لپاره مبارزه کوي چې کلونه وروسته د ارجنټایني اسطورې په لاسونو کې پورته شو.
لیکواله:سلیمه آریایي








