شهزاده رحیم حسيني، پنځم آقاخان او د اسماعیلي مسلمانانو امام، پاکستان ته د شپږ ورځني رسمي سفر لپاره ورسېد. دا د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ میاشتې راهیسې د هغه د امامت له پیل وروسته پاکستان ته د نوموړي لومړنی رسمي سفر بلل کېږي.
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري له لومړۍ مېرمنې سره یو ځای د اسلاماباد په نورخان هوايي ډګر کې د پنځم اغاخان هرکلی وکړ. د هرکلي په مراسمو کې یو شمېر ماشومانو، چې دودیزې پاکستانۍ جامې یې اغوستې وې، ځانګړي مېلمه ته د ګلونو په ډالۍ کولو ښه راغلاست وویل.
پاکستاني چارواکو دا سفر د پاکستان او اسماعیلي ټولنې ترمنځ د نږدې او تاریخي اړیکو نښه بللې ده. د هغوی په وینا، د پنځم اغاخان حضور کولی شي د پراختیا، ښوونې، روغتیا او فرهنګ په برخو کې د همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.
د اعلان شوې برنامې له مخې، شهزاده رحیم حسيني به د خپل سفر پر مهال له لوړپوړو پاکستاني چارواکو، د اسماعیلي ټولنې له مشرانو او د پراختیایي بنسټونو له مسئولانو سره وګوري. ویل شوي چې د دغو لیدنو محور به د همکاریزو پروژو او بشردوستانه پروګرامونو په اړه خبرې وي.
په پاکستان کې اسماعیلي ټولنه یو له تر ټولو فعالو ټولنیزو او پراختیایي شبکو څخه ده، او د اغاخان اړوندو بنسټونو په تېرو لسیزو کې د ښوونې، روغتیا او کلیوالي پراختیا په برخو کې پراخ رول لوبولی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








