د کابل په لویدیځ کې د بدنجوړونې او فټنس نولسمه دوره د پراخو ورزشکارانو او ورزشي کلپونو په ګډون پیل شوه. دا سیالۍ د بدنجوړونې د ورزش د ودې، د سالمې سیالۍ د پیاوړتیا او د ورزشي استعدادونو د پېژندلو په موخه ترسره کېږي.
د سیالیو د تنظیموونکو د معلوماتو پر بنسټ، په دې دوره کې ۱۹۳ ورزشکاران له د ۴۱ ورزشي کلپونو څخه ګډون لري او په بېلا بېلو برخو کې د بدنجوړونې او فټنس په سیالیو کې سره سیالۍ کوي.
د دې سیالیو تنظیموونکي مسؤلین وايي چې سیالۍ به په ورزشي او د سیالیو په چاپېریال کې ترسره شي او ورزشکاران به خپلې وړتیاوې په بېلابېلو کتګوریو کې ښکاره کړي.
ګډون کوونکي ورزشکاران هم د دې ډول سیالیو د ترسره کېدو اهمیت په بدنجوړونې د ورزش د ودې او د ځوانانو د هڅونې لپاره مؤثر ګڼي او د هېواد په کچه د ورزشي پروګرامونو د دوامداره ملاتړ غوښتنه کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








