د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د پراخو شخړو له امله، د افغانستان په ختيځ کې بشري اړتیاوې زياتې شوې دي.
اوچا په خپل وروستي راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ د غویي په۹مه خپور شو، ویلي چې د کونړ ولایت په مرکز کې په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۷۹ نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، د اپریل له ۱۹ مې تر ۲۱مې پورې څو هاوان مرمۍ په دانګام ولسوالۍ لګېدلي، چې په پایله کې یې یو ښوونځی، یو روغتیايي مرکز او یو مخابراتي سایټ تخریب شوي دي.
په همدې توګه، د اسعدآباد ښار په توپخانهيي بریدونو کې سید جمالالدین افغان پوهنتون هم هدف شوی دی.
اوچا زیاتوي چې د هېواد ختیځ ۱۹ روغتیايي مرکزونه یا بند شوي دي، یا یې فعالیت محدود شوی دی، چې دې وضعیت د ۷۸ زره کسانو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی اغېزمن کړی دی.
دغه اداره وايي چې سره له دې چې د طالبانو او پاکستان د پلاوو ترمنځ په چین کې خبرې شوې دي،شخړې لا هم د ملکیانو ژوند ته منفي اغېز لري.








