په کابل کې د نوري فایبر انټرنیټي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ځینو مسوولانو ویلي، چې طالبانو د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) ته امر کړی، څو پر عامو خلکو د نوري فایبر وایفای انټرنېټ محدود او یا هم قطع کړي.
د دغو شرکتونو مسوولانو د دوشنبې په ورځ، د غويي ۲۱مه وویل، چې د طالبانو تر واک لاندې اترا ادارې د انټرنیټي شرکتونو استازي یوې ځانګړې غونډې ته وربللي وو.
د سرچینو په وینا، په دې غونډه کې شرکتونو ته ویل شوي، چې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نوي وزیر ملا عبدالاحد فضلي په سپارښتنه به په استوګنیزو سیمو کې د نوري فایبر وایفای انټرنېټ خدمات محدود او یا بند شي، څو د عامو خلکو انټرنېټ ته لاسرسی راکم شي.
د یوه انټرنیټي شرکت مسوول ویلي، که دغه پرېکړه عملي شي، نه یوازې دا چې زرګونه کورنۍ به د چټک انټرنېټ له خدماتو بې برخې شي، بلکې د انټرنیټي شرکتونو فعالیتونه او عواید به هم له جدي ستونزو سره مخ شي.
هغه زیاته کړې، چې د دغې پرېکړې له امله به سلګونه کارکوونکي هم خپل کارونه له لاسه ورکړي او شرکتونو ته به درانه مالي زیانونه واوړي.
که څه هم طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي، خو ځینې باخبره سرچینې ادعا کوي، چې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ لپاره ملا عبدالاحد فضلي د دې لپاره ټاکلی، څو په هېواد کې پر انټرنېټ محدودیتونه نور هم زیات کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د نوري فایبر انټرنېټ د محدودولو موضوع راپورته کېږي. تر دې وړاندې هم د طالبانو تر واک لاندې اترا ادارې د ۱۴۰۴ کال د تلې په ۷مه د ورته پرېکړې خبر ورکړی و، چې هغه مهال یې د انټرنېټي خدماتو او بازار پر فعالیتونو منفي اغېزې کړې وې.
د انټرنیټي شرکتونو ځینې مسوولان خبرداری ورکوي، چې که دغه پرېکړه عملي شي، عام خلک به د چټک انټرنېټ له اسانتیاوو بې برخې شي او دا به پر سوداګرۍ، زدهکړو او ورځنیو اړیکو پراخ منفي اغېز وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








