لیکواله:سلیمه آریایي
په کابل کې ځايي سرچینې وايي چې یوې ښځې چې د خپل “ماما لمسي” سره په یوه حقوقي قضیه کې شخړه درلودله، په کابل ښار کې د ډزو هدف ګرځېدلې او وژل شوې ده. دغه پېښه سه شنبې د غویي ۸ مه، په خیرخانې سیمه کې شوې ده.
سرچینې وايي چې دغه ښځه چې “بدریه” نومېده، د بدخشان ولایت اصلي اوسېدونکې وه. هغه د طالبانو د محکمې په لور روانه وه چې د ډزو ښکار شوې او په دې پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړ.
سرچینې زیاتوي چې د دې ښځې مړی عدلي طب ته انتقال شوی او لومړنۍ پلټنې د پېښې په اړه روانې دي.
د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو چارواکو د دې ښځې وکیل نیولی دی. همداراز ویل کيږي چې د دې ښځې ماماګان کابل ته د موضوع د څېړلو لپاره را بلل شوي دي.
سرچینې څرګندوي چې دې ښځې مخکې له دې هم له خپل پخواني خاوند سره حقوقي اختلافات لرل او له هغه څخه جلا شوې وه. د دې ښځې پخوانی خاوند د سرچینو له خوا د “عبدالمتین ادراک” په نوم یاد شوی.
په همدې حال کې راپورونه خپاره شوي چې په تیرو ورځو کې د لوګر ولایت په مرکز کې څلور کسان د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوي دي؛ یوه پېښه چې د تاوتریخوالي پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنې نورې هم زیاتوي.








