د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت وايي، د کندز ولایت د عسقلان د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شوی دی.
د دغه وزارت په وینا، یاد ښارګوټی په ۳۲۹۴ جریبه ځمکه کې طرحه شوی چې پکې د ۲۵۹۸ استوګنیزو نومرو ترڅنګ د عامه، خدماتي، اداري او ټولنیزو تاسیساتو لپاره هم ځانګړې ساحې په پام کې نیول شوې دي.
وزارت وايي، د پلان له مخې به د ښارګوټي ځمکه په منظم ډول وکارول شي، استوګنیزې سیمې به په معیاري ډول تنظیم او د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت زیاتوي چې د دغه پلان په پلي کېدو سره به کډوالو او بېرته راستنېدونکو ته د ښاري اصولو مطابق د منظم او معیاري استوګنیز چاپېریال د برابرېدو زمینه برابره شي.
لیکوال:سعید سمیر








