د جرمونو د نړیوالې عالي محکمې اداري هیئت اعلان کړی چې د کریم خان دندې به تر هغه وخته پورې وځنډول شي چې د دې بنسټ غړو هېوادونو وروستۍ پرېکړه وشي. دا پرېکړه د هغه پر ضد د جنسي ځورونې د تورونو د څېړنې په پایله کې شوې ده.
کریم خان، چې د جرمونو د نړیوالې محکمې د لوی څارنوال په توګه دنده ترسره کوي، د هغو قضیو د تعقیب له مهمو څېرو څخه ګڼل کېږي چې په ترڅ کې یې د بېنیامین نتنیاهو د نیولو حکم هم د غزې د جګړهییزو جرمونو او د بشریت پر ضد جرمونو په تور صادر شوی دی.
د راپورونو له مخې، کریم خان اوس د جرمونو د نړیوالې محکمې د یوې کارکوونکې له خوا په جنسي ځورونې تورن دی. یوې باخبرې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دې محکمې د حاکم هیئت اجرایي دفتر د ۱۸ میاشتو څېړنې وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې هغه جنسي ځورونه کړې ده.
د دغې سرچینې په وینا، اصلي تور له یوې ښځینه وکیلې سره د بې رضایتۍ جنسي اړیکې پورې تړاو لري چې د څارنوالۍ په دفتر کې کار کوي. همدارنګه راپور ورکړل شوی چې حاکم هیئت د کریم خان د دندې څخه د لرې کولو وړاندیز هم کړی دی.
تمه ده چې د دې ارزونې پایله به د جرمونو د نړیوالې محکمې ۱۲۵ غړو هېوادونو ته واستول شي، څو په یوه فوقالعاده غونډه کې د کریم خان د کاري راتلونکي په اړه پرېکړه او رایه ورکړي.
د محکمې په رسمي اعلامیه کې ویلل شوي چې حاکم هیئت د کریم خان د انضباطي بهیر په اړه پرېکړه کړې او موضوع یې د لا زیاتې ارزونې لپاره د غړو هېوادونو عمومي مجلس ته سپارلې ده. خو د دې پرېکړې جزئیات نه دي خپاره شوي.
دې بنسټ په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی چې د حاکم هیئت پرېکړه او اړوند اسناد به محرم پاتې شي.
د کریم خان وکیلانو د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې موکل یې د حاکم هیئت پایله په کلکه ردوي او هېڅ ډول سرغړونه نه مني. هغوی ویلي چې دا پرېکړه له حقوقي پلوه او د رسیدګۍ د اصولو له مخې د اعتراض وړ ده او پر کافي شواهدو ولاړه نه ده.
کریم خان تر دې مخکې وروسته له هغه چې د بېنیامین نتنیاهو او د اسرائیلو د لوړپوړو چارواکو د نیولو حکم د غزې د جګړهییزو جرمونو په تور غوښتل شوی و، د متحده ایالاتو له لوري له بندیزونو سره مخ شوی و.
هغه همدارنګه د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په میاشت کې د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتنه کړې وه چې د هبتالله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړي.
د جرمونو نړیوالې محکمې په پای کې د ۱۴۰۴ په چنګاښ کې د هبتالله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړ.
لیکواله:سلیمه آریایي








