د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې خبر ورکړی چې د دوشنبې په ورځ، د غویي ۲۱مه، په ۱۸ ولایتونو کې د شدید باران، توپان، تیزو بادونو او سیلاب د رامنځته کېدو احتمال شته. دغې ادارې لیکلي چې په هېواد کې په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه د ۱۰ څخه تر ۳۰ میلیمترو پورې اټکل شوې ده.
په بدخشان، تخار، کندز، سمنګان، بغلان، پنجشیر، پروان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان، کابل، میدان وردګ، بامیان، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د باران، سیلاب او تیزو بادونو د رامنځته کېدو احتمال شته.
په ختیځ، سوېل ختیځ، سوېل، لوېدیځ او مرکزي ولایتونو کې د تیزو بادونو سره د دوړو احتمال هم شته. د دې سیمو د بادونو سرعت د ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په ګړۍ کې اټکل شوې دی.
لیکواله:سلیمه حکیمي








