TOOSnews
اعلان
د مونیکا وېټ قضیه؛ د امریکايي معلوماتي افسرۍ څخه د ایران تر کډوالۍ پورې.
نړۍټوس نیوز

د مونیکا وېټ قضیه؛ د امریکايي معلوماتي افسرۍ څخه د ایران تر کډوالۍ پورې.

۲۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

مونیکا وېټ، د متحده ایالاتو د جاسوسۍ ضد هوایي ځواکونو پخوانۍ متخصصه، په ۲۰۱۳ کال کې، کله چې ۳۴ کلنه وه، وتوانېده چې د ایران ویزه ترلاسه کړي. د ټایمز مجلې د راپور پر بنسټ، هغې میاشتې میاشتې هڅه کړې وه چې ویزه ترلاسه کړي او کله چې ورته ویزه وکړل شوه، خپل رابط ته یې په تهران کې پیغام ورکړ چې متحده ایالات پرېږدي او «کور ته ستنېږي».

د دې راپور پر بنسټ،هغه ایران ته له سفر څخه مخکې،د هغو کسانو لخوا چې له سپاه پاسدارانو سره یې تړاو درلود،په تدریجي ډول پېژندلې او جذب شوې وه او د معلوماتي فعالیتونو اړوند روزنیز پروګرامونه ورته پیل شوي و.

د مونیکا وېټ د قضیې اهمیت هغو حساسو معلوماتو ته ور ګرځي چې هغې په متحده ایالاتو کې ورته لاس رسی درلود. هغې ته په ایران کې د امریکا د معلوماتي سرچینو هویتونه او د بهرنیو اړیکو د څارنې میتودونه معلوم وو. په همدې دلیل، ځینو سرچینو د هغې ایران ته پناه وړل د امریکا په معاصر تاریخ کې یو له مهمو معلوماتي خیانتونو څخه بللی دی.

اوس، له دې پېښې څخه له یوې لسیزې ډېر وخت تېر شوی او د متحده ایالاتو، اسرائیل او د ایران اسلامي جمهوري تر منځ د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره سم، ځینې کارپوهان فکر کوي چې دا ښځه لا هم کولی شي د ایران لپاره معلوماتي ارزښت ولري. په همدې برخه کې، ځینې شنونکي له هغې څخه د معلوماتي ډګر کې د بالقوه اغېزمن شخص په توګه یادونه کوي.

د ډونالډ ټرمپ د لومړي حکومت یوه چارواکي ویلي چې مونیکا وېټ «ممکنه ده چې لا هم د اېف بي آي او سي آي اې چارواکو ذهنونه ځان ته بوخت ساتي». همدارنګه ځینې کارپوهان په دې باور دي چې د هغې د امریکا معلوماتي جوړښتونو باندې بلدتیا کولی شي په ځینو شننو او امنیتي ارزونو کې وکارول شي. ډاګلاس وایس، د امریکا د دفاعي استخباراتو د پخواني سازمان مرستیال، مخکې ارزونه کړې وه چې متحده ایالاتو ته د هغې د زیان رسولو وړتیا په یو تر لسو پورې مقیاس کې شاوخوا اووه یا اته ده.

مونیکا وېټ چې ویل کېږي اوس ژوندۍ ده او په ایران کې تر ساتنې لاندې ژوند کوي، په ۱۹۷۹ کال کې په ټیکساس ایالټ کې د ال پاسو په ښار کې زېږېدلې ده. هغې په ۱۹۹۷ کال کې، د مور له مړینې او له کورنۍ سره د اړیکو له پرېکولو څخه وروسته، متحده د ایالاتو هوایي ځواکونو ته ځان وړاندې کړ. هلته یې د رمزي ژبو د شنونکې په توګه په نبراسکا ایالټ کې د الکترونیکي اورېدنې الوتکو په واحد کې خدمت وکړ او څو ځله یې ویاړلي مډالونه، په شمول د هوایي مډال ترلاسه کړل.

ورپسې هغې ته د امریکا د دفاع وزارت د ژبو انسټیټیوټ د فارسي ژبې د زده کړې لپاره کلیفورنیا ایالټ ته واستول شوه. په ۲۰۰۲ کال کې سعودي عربستان ته ولېږل شوه او په ۲۰۰۵ کال کې شاوخوا شپږ میاشتې عراق کې خدمت وکړ — هغه دوره چې د عراق د جګړې له تر ټولو تاوتریخوالي څخه ډکه وه. په همدې موده کې د هغې اسلام نه لېوالتیا پیدا شوه او د قرآن مطالعه یې پیل کړه.

وېټ په ۲۰۰۸ کال کې له هوایي ځواکونو څخه ووتله، له مریلینډ پوهنتون څخه یې لیسانس ترلاسه کړ او د امنیتي ملي قراردادونو لپاره یې کار وکړ. په ۲۰۱۱ کال کې هغې په جورج واشنګټن پوهنتون کې د منځني ختیځ د مطالعاتو پروګرام کې نوم لیکنه وکړه. د ځینو ټولګیوالو په وینا یې، هغې په هغه دوره کې غصه ناکه او مایوسه وه.

کوري الیس، چې له هغې سره ټولګیواله و، ټایمز ته یې ویلي چې وېټ به د خپل خدمت دورې د تجربو او هغو شيانو په اړه چې هغې به«جګړیز جنایتونه» ګڼل، خبرې کولې او د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) او د ډرون انځورونو کارولو ته به یې اشاره کوله. دا خبرې په هغه موده کې شوې وې چې متحده ایالاتو په یمن کې انور العولقي — چې امریکايي الاصل او القاعدې غړی و — باندې ډرون برید وکړ.

په ۲۰۱۲ کال کې مونیکا وېټ ته بلنه ورکړل شوه چې په تهران کې «نړیوال هالیووډیزم کنفرانس» کې ګډون وکړي. دا کنفرانس د «افق نو» ادارې له خوا تنظیم شوی و او موضوع یې دا وه چې امریکايي سینما کې ایران څنګه ښودل کېږي. وروسته امریکايي حکومت ادارې چې په تهران کې موقعیت میشته ده، د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک سره د تړاو له امله یې تحریم کړه. په دې سفر کې هغې د سپاه پاسداران استازو سره لیدنه وکړه او د پناه غوښتنې خپلې ارادې په اړه یې خبرې وکړې.

هغې بیا له مرضیې هاشمي سره اړیکي ټینګې کړې، چې هغه هم په لویزيانا کې زیږېدلې او ایران ته مهاجره شوې وه. چې امریکايي حکومت د سپاه پاسداران لپاره د ګمارونونکې په توګه معرفي کړې ده. مونیکا وېټ په همدې سفر کې د ایران اسلامي جمهوري صدا او سیما (ټلویزیون) سره په مرکه کې وویل چې لومړی یې قرآن د دښمن د ښې پېژندنې لپاره لوستلی و، خو وروسته یې پایله ونیوله چې اسلام هغه شان نه دی چې په امریکايي پوځ کې ورته ویل شوي وو — یعنې تاوتریخوالی نه لري.

ټولګیوالو یې ویلي چې له جورج واشنګټن پوهنتون ته له ستنېدو وروسته هغې حجاب اغوستی و او اعلان یې کړی و چې مسلمانه شوې ده. په راتلونکي کال کې یې له مرضیې هاشمي سره اړیکې دوام وکړ او د ګرځندوی ویزې ترلاسه کولو لپاره یې په دوبۍ کې د ایران سفارت له لارې هڅې پیل کړې.د ۲۰۱۳کال په جون کې هغې په یوه پیغام کې وویل چې غواړي خپله پوځي روزنه د«شر» پر ځای د«خیر» په لاره کې وکاروي او که یې هڅې ناکامې شي، ممکن موضوع علني کړي.

دوه میاشتې وروسته، مونیکا وېټ د ایران ویزه ترلاسه کړه او د دوبۍ له لارې یې تهران ته سفر وکړ. له دې پېښې وروسته، فدرالي څېړنې پیل شوې او په دې قضیه کې ورته د«باغي کارغه» رمزي نوم وټاکل شو. د تورنامې له مخې، ایراني چارواکو هغې ته اپارتمان او کمپیوټري تجهیزات ورکړي وو چې فعالیتونه یې اسانه شي. هغې له ۱۹۹۷ کال څخه چې هوایي ځواکونو ته داخله شوې وه تر ۲۰۱۰ کال پورې فوق العاده محرم (Top Secret) لاسرسی درلود.

راپورونه دا هم ښيي چې هغې په ۲۰۱۶ کال کې، کله چې ایران لس امریکايي سمندري سرتېري په لنډ مهال کې ونیول، په ځینو ډلییزو څېړنو کې یې برخه اخیستې وه. امنیتي کارپوهان وايي چې هغه کولی شي د هغو کسانو په پېژندلو کې مرسته وکړي چې د ایران لع حساسو پروژو سره تړاو لري.

ځینې شنونکي وايي چې هغې ته د جاسوسۍ ضد معلوماتو لاسرسی ممکن د مقابل لوري لپاره معلوماتي ارزښت رامینځته کړی وي. ډاګلاس وایس ټایمز ته ویلي چې هغې د امریکا د جاسوسۍ ضد جوړښت په زړه کې کار کړی او کولی شي د معلوماتو په شننو کې اغېزمن رول ولوبوي.

مونیکا وېټ لا هم د متحده ایالاتو له خوا تښتېدلې ګڼل کېږي او د اېف بي اي د تعقیب وړ کسانو په لست کې ده. دې ادارې د هغې د نیولو لپاره معلوماتو ته ۲۰۰ زره ډالر انعام ټاکلی دی. د اېف بي اي له اعلان سره سم، هغه فارسي ژبه باندې په بشپړ ډول بلده ده، ممکنه ده چې هغه په ایران کې اوسېږي او ممکن له «فاطمه زهرا» یا «نرګس وېټ» مستعار نومونو څخه کار اخلي.

امریکايي چارواکي ادعا کوي چې هغې د دفاعي ملي، امنیتي او محرمو پروګرامونو په لېږدولو سره د هېواد امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی. په مقابل کې، ځینې راپورونه وايي چې هغې ممکن لا هم د ایران د معلوماتي جوړښتونو سره په اړوندو فعالیتونو کې رول ولري.

په تېرو کلونو کې، د امریکايي اتباعو او نورو بهرنیو وګړو د جذبولو هڅې په سیمه کې زیاتې شوي دي. ویل کېږي چې د سپاه پاسدارانو قدس ځواک له ځینو نړیوالو غونډو او کنفرانسونو څخه د اړیکو او جذب لپاره کار اخلي.

جیسن براډسکي، د «اتحاد ضد ایران هسته ای» ادارې د پالیسۍ مشر، په دې اړه ویلي چې «افق نو» اداره یوه له هغو ټولګیو څخه وه چې د سپاه پاسدارانو لپاره د جذب مرکز په توګه یې کار کاوه.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.