په کابل ښار کې ځینو ځايي سرچینو راپور ورکړي چې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی. دغې پېښې د کابل د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.
د سرچینو په وینا، د په غویي ۱۱ مه، شاوخوا د شپې ۱۰:۰۰ بجې د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون مخې ته د دې ځوان مړی موندل شوی دی. تر اوسه پورې د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
سرچینې زیاتوي چې دغه ځوان «میوند» نومیده او په مرموز ډول وژل شوی دی. د هغوی په وینا، هغه یوازې خپلو شخصي کارونو سره بوخت و او هیڅ ډول دښمني، مخالفت یا د سیاسي جریانونو سره اړیکې یې نه درلودې.
په ورته وخت کې، د هرات ولایت ځايي سرچینو هم د یوې بلې وژنې خبر ورکړی دی. د راپورونو له مخې، د «ارباب داوود عرب» په نوم یو کس په هرات کې د شیدایي سیمې په یوه ځای کې وژل شوی دی.
دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کیږي چې په تېرو ورځو کې د ناامنۍ، هدفمندو وژنو، تښتونې او غلاوو راپورونه زیات شوي دي. په داسې حال کې چې طالبانو تل ویلي دي چې د هېواد په سطحه امنیت ټینګ شوی دی، خو یو شمېر ښاریان د امنیتي وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








