عصمتالله مجددی، د ملي امنیت پخوانی سلاکار او د افغانستان د پخواني ولسمشر صبغتالله مجددی زوی، تر نږدې پنځو کلونو په ترکیه کې له اوسېدو وروسته هېواد ته راستون شوی دی.
د طالبانو له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون ویلي چې ښاغلی مجددي د همدې کمیسیون له لارې له ترکیې څخه افغانستان ته را ستون شوی او د خپل بېرته راستنېدو د اسانتیا له برابرېدو یې خوښي څرګنده کړې ده.
عصمتالله مجددي د ۲۰۲۱ کال اګست کې د نظام له سقوط وروسته افغانستان پرېښود او ترکیې ته ولاړ. هغه په پخواني حکومت کې د ملي امنیت شورا د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون د دې لپاره جوړ کړ چې د پخواني حکومت چارواکي او سیاسي څېرې هېواد ته بېرته راستنېدو ته وهڅوي. دغه کمیسیون تر اوسه د دې بهیر له لارې د یو شمېر پخوانیو چارواکو او شخصیتونو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
د ښاغلي مجددي بېرته راستنېدل په داسې حال کې شوي چې د ملګرو ملتونو په بېلابېلو راپورونو کې، د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندویه پلاوي (یوناما) او د دې سازمان د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په ګډون، د پخواني حکومت د ځینو نظامي او ملکي کارکوونکو د خپلسرې نیونې، شکنجې، ناوړه چلند او حتی وژنو موارد مستند شوي دي، سره له دې چې طالبانو د عمومي بښنې اعلان کړی دی.
طالبانو تل دغه راپورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې د عمومي عفوې فرمان په ټول هېواد کې په بشپړ ډول پلی شوی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








