TOOSnews
اعلان
د افغانستان د شیعه علماوو شورا د محرم د مراسمو د امنیت د تأمین غوښتنه وکړه.
افغانستانټوس نیوز

د افغانستان د شیعه علماوو شورا د محرم د مراسمو د امنیت د تأمین غوښتنه وکړه.

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د محرم د میاشتې د رارسېدو په درشل کې، د افغانستان د شیعه علماوو شورا په یوه اعلامیه کې له طالبانو د امنیتي مسوولینو څخه غوښتنه کړې چې د محرم او عاشورا د ویر د مراسمو د خوندي او مناسب ترسره کېدو لپاره زمینه برابره کړي او د ټولو وګړو د دیني او مذهبي حقونو ته پاملرنه وکړي.

په دې اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ، د غبرکولي په ۲۵مه خپره شوې، ویل شوي چې مسوولین باید د شیعه وګړو د مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره لازم شرایط برابر کړي او د خپلو مسوولیتونو په چوکاټ کې د بېلابېلو مذاهبو د پیروانو حقونو ته پام وکړي.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا په دې بیان کې ټینګار کړی چې تمه کېږي امنیتي بنسټونه د محرم او عاشورا د مراسمو د شانداره او خوندي ترسره کېدو زمینه برابره کړي او د وګړو د دیني او مذهبي حقونو ملاتړ وکړي.

دې شورا همدارنګه د ویر د مراسمو له د هیأتونو او مسوولینو غوښتي چې د مراسمو د امنیت د تأمین لپاره له امنیتي ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړي، څو د ویر مراسم په یوه ارامه، خوندي او پرته له کومې اندېښنې فضا کې ترسره شي.

په بیان کې له خطیبانو، واعظانو او روضه‌ویونکو هم غوښتنه شوې چې په خپلو ویناوو کې د عاشورا پر اصلي پیغامونو لکه عدالت‌غوښتنه، مسوولیت‌پذیري او د اسلامي ارزښتونو دفاع ټینګار وکړي او له هغو خبرو ډډه وکړي چې د مسلمانانو ترمنځ د اختلاف او تاوتریخوالي لامل کېدای شي.

د محرم د ویر مراسم په تېرو کلونو کې د ځینو محدودیتونو ترڅنګ له امنیتي ګواښونو سره هم مخ شوي دي. په بېلابېلو پېښو کې د شیعه مذهبي غونډې د مرګونو بریدونو هدف ګرځېدلي، چې د ډېرو مسؤلیت یې داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا دا غوښتنې په داسې حال کې کړې دي چې د افغانستان شیعه وګړو په وروستیو کلونو کې د خپلو مذهبي او تعلیمي حقونو په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي. له دې اندېښنو څخه د جعفري فقهې اړوند ځینې برخې له تعلیمي نصاب څخه لرې کول او د مذهبي محدودیتونو د موضوعاتو مطرح کېدل هم شامل دي.

دې شورا هیله څرګنده کړې چې د سږ کال د محرم او عاشورا مراسم به په یوه خوندي، ارامه او د وګړو د دیني باورونو ته په درناوي سره ترسره شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.