په افغانستان کې د تېلو او اساسي توکو د بیو د پام وړ لوړېدو سره هم مهاله، طالبانو د دې بهیر اصلي لاملونه سیمهییز بدلونونه او د نړیوالو بازارونو بېثباتي بللې ده. خو له بلې خوا، یو شمېر ښاریان او اقتصادي کارپوهان وایي چې دا عوامل یوازې د موضوع یوه برخه ده؛ د بازار کمزوری مدیریت، د بیو د کنټرول کمزورې څارنه او له مصرفوونکو څخه د ملاتړ نشتوالی هم د ژوند د لګښتونو په زیاتېدو کې مهم رول لري.
د طالبانو تر مدیریت لاندې د تېلو او ګاز شرکت ویاند، محمد نبي بهار،د پنجشنبې په ورځ، د زمري په لومړۍ نېټه، وویل چې سیمهییز کړکېچونه، په نړیوالو بازارونو کې د عرضې کمښت، د لېږد رالېږد د لګښتونو زیاتوالی او د تقاضا لوړوالی په افغانستان کې د مایع ګاز او نفتي توکو د بیو د لوړېدو له مهمو عواملو څخه دي. هغه همداراز وویل چې دغه شرکت د بیو د کنټرول لپاره تېل او سون توکي د خپلو استازولیو له لارې په ټاکل شویو نرخونو پلوري.
خو د کابل د بازارونو څېړنې ښيي چې د توکو اصلي بیې لا هم له اعلان شویو رسمي نرخونو سره د پام وړ توپیر لري. د دغو څېړنو له مخې، د هر کیلوګرام مایع ګاز بیه چې شاوخوا یوه میاشت مخکې ۵۵ افغانۍ وه، اوس په ازاد بازار کې له ۸۵ تر ۹۰ افغانیو پورې پلورل کېږي. همداراز د هر لیتر پټرولو بیه له ۶۵ افغانیو څخه ۸۲ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سون توکو ترڅنګ، د یو شمېر اساسي خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي دي.د یوې ۱۶ لیټره غوړیو بوشکې بیه له ۱۸۰۰ افغانیو څخه ۲۱۰۰ افغانیو ته، د وریجو د یوې ۲۵ کیلو ګرامه بوجۍ بیه له ۲۵۰۰ افغانیو څخه ۲۹۰۰ افغانیو ته، د اوړو یوه بوجۍ له ۱۵۰۰ افغانیو څخه ۱۶۰۰ افغانیو ته او د یوه من بورې بیه له ۳۳۰ افغانیو څخه ۴۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده. د بیو دغه زیاتوالی د کورنیو پر اقتصادي فشارونو نور هم زیاتوالی راوستی دی.
طالبانو په کابل او پروان کې د هر کیلوګرام مایع ګاز رسمي بیه ۶۶ افغانۍ، په بدخشان کې ۶۷ افغانۍ، په بلخ کې ۶۴ افغانۍ او په هرات کې ۶۰ افغانۍ اعلان کړې ده. خو یو شمېر ښاریان وایي چې دغه نرخونه په ازاد بازار کې نه مراعاتېږي او د ګرانپلورۍ د مخنیوي لپاره اغېزمنه څارنه نه شته.
اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي چې که څه هم سیمهییز بدلونونه او د نړیوالو بازارونو بېثباتي د سون توکو پر بیو اغېز کولی شي، خو د بازار کمزوری مدیریت، د بیو د کنټرول د اغېزمن میکانیزم نشتوالی او د رسمي نرخونو او واقعي بازار نرخونو ترمنځ واټن هم په افغانستان کې د معیشتي ستونزو د زیاتېدو مهم عوامل دي.
د دغو کارپوهانو په باور، تر هغه چې د بازار اغېزمنه څارنه او د رسمي نرخونو عملي پلي کول برابر نه شي، یوازې بهرنیو عواملو ته د بیو د لوړېدو نسبت ورکول د خلکو د اندېښنو او مخ پر زیاتېدونکو ستونزو لپاره مناسب ځواب نه شي کېدای.
لیکواله:سلیمه آریایي








